بیت المقدس د پیړیو راهیسې د دریو ابراهیمي ادیانو مسیحیت، یهودیت او اسلام د پیروانو لپاره یو سپیڅلی مکان دی
په بیت المقدس کې د امریکا سفارت پرانیستل شو

۹
بیت المقدس شاوخوا ۸۶۰ زره نفوس لري چې شاوخوا ٣٥ فیصده یې مسلمانان، ٦٢ فیصده یې یهودیان او دوه فیصده یې مسیحیان دي

۱۰
د مسیحیانو په باور بیت المقدس پر صلیب باندې د عیسی مسیح د ځړیدو او د هغه د بیرته ژوندي کیدو ځای دی او یهودیان یې د نړۍ تر ټولو مقدس ښار بولي. مسلمانان بیت المقدس خپله لومړنۍ قبله بولي او د مکې او مدینې وروسته دغه ښار سپیڅلی گڼي او په دې باور دي چې د اسلام پیغمبر د معراج په شپه لومړی له مکې نه بیت المقدس ته او بیا عرش ته سفر وکړ

۱۱
په بیت المقدس کې اوسیدونکي یهودان د اسرائیل تابعیت لري او په دې ښار کې اوسیدونکي فلسطیني عرب یواځې د اوسیدو پاڼې او ځانگړي پیژند کارتونه لري

۱۲
فلسطینیانو د ولسمشر ټرمپ د دغې پرېکړې پر ضد مظاهرې کوي