د افغانستان دریم ملي پارک نورستان ته سیلانیان ور مات شوي، خو هلته د اوسېدو مناسب ځای نه شتون ورته یوه لویه ستونزه ده. دا اوس په پارون کې یو هوټل جوړ شوی دی چې ټولې څلور خونې لري، خو چارواکي وايي د سیلانیانو لپاره به د پاتې کېدو بندوبست وکړي. له پارون نه د امریکا غږ خبریال ذبیح الله غازي دغه عکسونه چمتو کړي
د نورستان ښکلا

۹
د پارون اړوند کانتیوا درې یوه ښکلې منظره چې د سیند یوې غاړې ته جومات او بل اړخ ته وړوکی کلی دی.

۱۰
پارون کې د یواځینې هوټل ودانۍ او چمن. دا هوټل د ښاروالۍ اړوند دی چې په یو وړوکي پارک کې جوړ شوی دی

۱۱
د نورستان مرکز پارون کې د یواځیني هوټل ودانۍ چې د مېلمنو لپاره ټولې څلور خونې لري

۱۲
په واما ولسوالۍ کې یواځینی هوټل چې د سیند په منځ کې جوړ شوی دی.