اوکراین د چهارشنبې په ورځ د جون ۱۱ نیټې (د جوزا ۲۱) وویل چې د ۱۲۱۲ عسکرو مړي یې تر لاسه کړي دي چې د روسیې سره په جګړې کې وژل شوي وو.
د روسیې چارواکو بیا ویلي دي چې دوی د خپلو ۲۷ عسکرو مړي ترلاسه کړي دي او د هغو نیول شوو عسکرو، چې سخت ټپیان وو، تبادله به د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.
دغه تبادله د هغه موافقې برخه ده چې د دواړو ارخونو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو وروسته په ترکیې کې تیره اونۍ وشوه.
په اوکراین کې جګړې چې د روسیې لخوا د ۲۰۲۲ کال د فبرورې په میاشتې کې په اوکراین باندې د یرغل سره پيل شوه تر اوسه دوام لري او د ختمیدو لپاره یې په خبرو اترو کې تراوسه کوم خاص پرمختګ نه دی شوی.
اوکراین د چهارشنبې په ورځ وویل چې د روسیې ځواکونو تیره شپه د ۸۵ بې پیلوټو الوتکو په وسیله په اوکراین بریدونه کړی چې تر ټولو سخت بریدونه د اوکراین په شمال ختیځ کې د خارکېف په ښار باندې شويدي.
چارواکو ویلي دي چې په دغه برید کې په خارکېف کې لږترلږه درې کسان وژل شوي او ۶۴ ټپیان شويدي.
اوکرایني چارواکو دا هم ویلي دي چې په برید کې د استوګنځایونه، کاروبارونه او عامه ټرانسپورټ په نښه شوي.
د روسیې د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورخ وویل چې د اوکراین ۳۰ بې پیلوټه الوتکې (ډرونونه) یې د اوکراین سره سرحد ته نږدې سیمو کې له منځه وړي دي
فورم \ دبحث خونه