د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې یوه الوتکه چې ۲۴۲ په کې سپاره وو لویدلې؛ روبیو وايي دې پېښې یې زړه مات کړی


الوتکه چې ۲۴۲ کسان پکښې سپاره وو د احمدآباد د هستوګني په سیمې کې لویدلې ده.‌
الوتکه چې ۲۴۲ کسان پکښې سپاره وو د احمدآباد د هستوګني په سیمې کې لویدلې ده.‌

د هند د هوايي‌ کرښې یوه الوتکه چې ۲۴۲ پکښې سپاره وو د پنجشنبې په ورځ‌ جون ۱۲ (جوزا۲۲) د دغه هیواد په شمال لویدیځ ښار احمدآباد کې راولویدله.

دغه بوینګ 787-8 ډریملاینر الوتګه لندن ته روانه وه او د هند د هوايي‌ چلند چارواکو ویلي دي چې الوتکې مخکې له دې نه چې د هستوګني په سیمه کې راولویږي د خطر پیغام خپور کړی و.

په دغه الوتکه کې ۱۶۹ د هندوستان،‌ ۵۳ د برییتانیا، اوه د پرتګال او یو د کاناډا اتباع سپاره وو.‌

د هند صدراعظم د خپل ایکس په پاڼې لیکلي دي چې «په احمدآباد کې تراژیدی موږ هک پک کړي یو.‌ دغه زړه دردونکي [پیښه] په الفاظو بیان کیدای نه شي.‌ د خواشنی په دغه شیبه کې،‌ د هغو کسانو په اړه فکر کوو چې دغې پیښې اغیزمن کړي دي.»

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي چې د دغې الوتکې د غورځېدو له کبله یې «زړه مات» شوی دی.

روبیو په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي: «ټولو هغو کسانو ته دعا کوم چې په دغې وحشتناکې پېښې کې یې خپل عزیزان وبایلل. تحولات څارو او له اغیزمنو خلکو سره د اضطراري مرسته کوونکو تر څنګ ولاړ یو.»

د بریتانیا صدراعظم کیر سټارمر وویل:‌ «په احمدآباد کې د لندن په لور د راروانې الوتکې چې په کې ډیر بریتانوي اتباع وو د رالویدلو خبرونه ډیر دردونکي دي.»

وروستی ځل په ۲۰۲۰ کال کې د هند په جنوب کې د هند د هوايي‌ کرښې یوه الوتکه د ځغاستې له لیکې څخه ووتله او نسکوره شوه، په دې پېښې کېې هم ۲۱ کسان مړه شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG