د افغانستان د بدن د ښکلا ملي فدراسیون د جنورۍ په ۲۳ (سلواغې ۴) د بدن د ښکلا د دوه ځلي نړیوال اتل عليرضا اساهي د مړینې خبر ورکړ.
د افغانستان د بدن د ښکلا فدراسیون د اساهي د مړینې لامل نه دی اعلان کړی، خو ویل کېږي چې د اساهي د مړینې لامل د زړه حمله وه.
دغه فدراسیون په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: "د بدن د ښکلا کورنۍ نن د نړۍ د اتل علي رضا اساهي په مړینه ماتم کوي".
اساهي تېر کال د نړۍ د اتلولۍ له ګټلو وروسته له امریکاغږ سره په مرکه کې وویل چې یو ارمان یې دا و چې د نړۍ د اتل په توګه د افغانستان بیرغ پورته کړي.
دغه افغان اتل په دې مرکه کې د افغان ورزشکارانو له فقر او بې وزلۍ شکایت وکړ او له چارواکو یې وغوښتل چې ورزش او ورزشکارانو ته پاملرنه وکړي.
علي رضا اساهی په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې وتوانید چې د بدن جوړونې په برخه کې د دغه ډګر په نړیوالو سیالیو کې د مخکښانو په کټګورۍ کې د سرو زرو مډال وګټی.
اساهي د کراټې په مارشل ارټ کې تر تور کمربند پورې کار وکړ او له هغه وروسته یې د بدن جوړونې ډګر ته مخه کړه او د خپل ژوند په وروستیو دریو کلونو کې یې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړې.
فورم \ دبحث خونه