د روان میلادي کال په ترڅ کې څه دپاسه ٣٥٠ زره داخلي او ٦٠٠ بهرنیي سیلانیان د بامیان ولایت ته تللي چې له درکه یې څه دپاسه ٥٢٥ میلیون افغاني عواید دې ولایت ترلاسه کړي دي
بامیان ته د داخلي او نړیوالو سیلانیانو پام اوښتی

۵
په دې وروستیو کلونو کې په بامیان کې پنځه عصري هوټلونه او په لسگونو رستورانونه د پانگه والو له خوا د سیلانیانو پلاره جوړ شوي دي

۶
د بامیان ولایتي روغتون چې ١۴٠ بستره لري د آغا خان شبکې په مرسته جوړ شوی دی

۷
د بامیان ولایتي مقاماتو ویلي چې محلي صنعتي توکي په ځانگړې توگه د ښځو لاسي صنایعو سږکال څه دپاسه څلور میلیون افغانۍ عاید کړی دی

۸
د بامیان ولایت امنیت ډیر ښه دی او دا وضعیت سبب شوی چې په دې ولایت مختلفې ورزشي لوبې وشي. په دې عکس کې د بامیان د سکي لوبغاړي سیالیو ته تیاری نیسي