غوره شوي عکسونه
۱
د سویډن په اوریبرو ښار کې د وسله وال برید وروسته، خلک د پیښې د قربانیانو او د هغوي د کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو په موخه د پیښې په ځای کې راټول شوي دي.
۲
د بنګله دیش د نساجۍ په یوې فابریکې کې یوه کارګره د کار په حال کې
۳
د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ فبروري پنځمه (سلواغه ۱۷) وویل چې لس «خطرناک» کډوال ګوانتنامو ته انتقال شول او هلته به ساتل کېږي.
۴
د مکسیکو امنیتي چارواکي د یوې داسې پټې لارې د تړلو هڅه کوي، کوم چې ویل کیږي، پناه غوښتونکي یې د مکسیکو څخه متحده ایالاتو ته په غیرقانوني توګه د اوښتو لپاره کاروي.