د لاس رسي وړ اتصالات

د جي ۷ غونډه داسې مهال پيل شوه چې په منځني ختیځ او اوکراین کې جګړو زور اخیستی


د جي ۷ هیوادونو غونډه د دوشنبې په ورځ‌ د کاناډا په کاناناسکیس ښارګوټي کې پیل شوه
د جي ۷ هیوادونو غونډه د دوشنبې په ورځ‌ د کاناډا په کاناناسکیس ښارګوټي کې پیل شوه

د امریکا ولسمشر ډونالډ‌ ټرمپ‌ وايي‌ چې تمه یې لرله چې د جي اوه هیوادونو د مشرانو په غونډه کې چې د کاناډا په کاناناسکیس ښارګوټي کې جوړه شوې په سوداګرۍ به تمرکز وشي.

ولسمشر ټرمپ او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جي ۷ یا د اوو بډایه هیوادونو په غونډه کې ګډون لپاره کاناډا ته تللي دي.‌

ټرمپ وویل چې د امریکا – کاناډا ترمنځ‌ د سوداګرۍ موافقه ترلاسه کیدای شي که څه هم د ده او د کاناډا د لومړي‌ وزیر په طریقو کې تفاوت شته.

د جي‌ اوه د هیوادونو د غونډې په اجنډا کې د اسرائیلو او ایران ترمنځ د وروستۍ جګړې، په اوکراین او غزې کې د روانو جګړو او د امریکا د سوداګرۍ د تعرفو موضوعات شامل دي.

ټرمپ د دوشنبې په ورخ‌ وویل چې ایران غواړي چې په مذاکراتو کې برخه واخلي او دغه کار باید چې «سمدستې وکړي‌ مخکې له دې چې ناوخته شي‌.»

هغه زیاته کړه:‌ «دوی غواړي چې خبرې وکړي. دوې باید مخکې لا دا کار کړی وای.‌ دا د دواړو اړخونو لپاره دردونکې ده، خو زه به دا ووایم چې ایران دا جګړه نه شې ګټلای.»

د فرانسې ولسمشر ایمونویل مکرون د یکشنبې په ورځ‌ په ګرینلنډ‌ کې د ایران او اسرائیلو د جکړې په اړه خبرې وکړي.‌

هغه وویل:‌ «موږ متحد یو.‌ هیڅ څوک نه غواړي‌ چې ایران دې اټومي وسلې ترلاسه کړي او ټول غواړي چې خبرې اترې او مذاکرات دې بیرته پیل شي.»

د جي اوه ډله د اوو مخکښو صنعتي دیموکراسیو نه جوړه شوې ده چې پکښې امریکا،‌ بریتانیا، کاناډا،‌ فرانسه،‌ جرمني،‌ ایټالیا او جاپان شامل دي.‌ په غونډې کې به د نړۍ نور مشران او متحدین هم ګډون وکړي چې پکښې د اروپايي اتحاد،‌ ناټو، هند،‌ برازیل،‌ جنوبي‌ افریقا،‌ مکسیکو،‌ اوکراین،‌ استرالیا او جنوبي کوریا شامل دي.‌‌

د دوشنبې په ورځ‌ به د خبرو اصلی ټکی نړیوال اقتصاد دی.‌

د سې شنبې په ورځ به د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي او د ناټو عمومي منشي مارک روټه د مشرانو په غونډې کې برخه واخلي چې تمرکز به یې په اوکراین کې د روسیې په جګړې باندې وي. تمه ده چې زیلنسکي به د روسیې خلاف د نورو بندیزونو غوښتنه وکړي.

داسې معلومیږي چې تر ډیره حده پورې به د جي اوه هیوادونو مشران د اسرائیلو او ایران ترمنځ په جګړې باندې تمرکز وکړي.

د دوشنبې په ورځ،‌ ټرمپ وړاندیز وکړ چې د جي اوه په ډلې کې دې د روسیې په شمول، چې پخوا یې غړی و، او احتمالا چین وراضافه کړل شي.‌

په دغه ډلې کې د روسیې غړیتوب په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له دې نه چې کریمیا يې د خپلې خاورې سره ضمیمه کړه وځنډول شو. غربي هیوادونو د روسیې لخوا د کریمیا نیول غیرقانوني وګانه.

ټرمپ وویل چې د روسیې ایستل «یوه لویه تیروتنه وه.» هغه زیاته کړه چې دی باور لري چې که روسیه د دغې ډلې غړی پاته شوی وای نو په اوکراین به یې په ۲۰۲۲ کال کې یرغل نه وای کړی.‌

پخوا دغه ډله چې روسیه پکښې شامله وه د جي اته په نامه پيژندل کیدله.

کله چې یو خبریال د ټرمپ نه پوښتنه وکړه چې آیا چین دې هم په دغه ډلې کې شامل کړل شي.‌

هغه وویل:‌ «بد نظر نه دی. ما ته فرق نه کوي چې که څوک وغواړي چې چین دې د دغه ډلې غړی شي.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG