د لښکرګاه ښار په څلورمې حوزې کې د باباجي سیمه چې له تیرو دريو کلونو راهیسې د وسلوالو طالبانو په لاس کې وه، نن د سه شنبې په ورځ (دسمبر ١١) د افغان ځواکونو لاس ته ورغله. د امریکا غږ خبریال عمر لمر د سیمې انځورونه رالیږلي.
د لښکرګاه ښار په باباجي سیمه کې عملیات
۱
په سیمه کې د ملکي خلکو د وتلو په خاطر عمليات ډېر په ځنډ روان وو
۲
د هلمند امنيه قومندانی په خبر پاڼه کې راغلي چې په یادو عملياتو کې افغان سرتيرو ته زيان ندی اوښتی خو وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اووښتې ده
۳
د هلمند د روانو عملياتو په اتمه میاشت کې افغان ځواکونه وتوانيدل چې د نادعلي د لوی مانده او باباجي سيمې ونيسي
۴
امنیتي چارواکو په دغو عملیاتو کې ماينونه کشف او خنثی کړي دي