اسرائیلو د دوشنبې په ورځ د جون په ۱۶ (جوزا ۲۶) په تهران کې خلګو ته خبرداری ورکړ چې د دغه ښار د یوې شمیر سیمو څخه دې ووځي.
دا خبرداری دې ته اشاره کوي چې اسرائیل به د ایران پر پلازمېنه تازه بریدونه وکړي. په عین وخت کې ایران په اسرائیلو د میزایلو نوي بریدونه کړي دي.
د اسرائیلو پوځ د دوشنبې په سهار وویل چې د ایران د توغندیو د ویشتلو د وسایلو یوه دریمه برخه یې له منځه وړې ده.
د اسرائیلو پوځ همدارنګه ويلي چې د جمعې د ورخې راهیسې چې په ایران کې یې پوځي عملیات پيل کړي په دغه هیواد کې یې تر ۱۷۰ ډیر اهداف او ۷۲۰ پوځي زیربناوي یې په نښه کړي دي.
د اسرائیلو په تازه بریدونو کې د ایران د سپاه پاسداران د استخباراتو د ادارې مشر محمد کاظمي او د هغه مرستیال حسن محقق وژل شويدي.
د ایران لخوا ځینې ویشتل شوي میزایلونه بیا د اسرائیلو د تل ابیب او حیفا په ښارونو کې لګیدلي دي.
د امریکا متحدو ایالتونو د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه نه چې په تل ابیب کې یې د سفارت ودانۍ ته نږدې د ایران لخوا یو توغول شوی میزایل ولګید او دې ودانۍ ته یې لږ زیان واړوه خپل سفارت په تل ابیب کې تړلی وساتي.
په اسرائیلو کې د امریکا سفیر مایک هکبي وویل چې هیڅ امریکايي پرسونل ته زیان نه دی اوښتی.
ایران وايي چې د اسرائیلو په بریدونو کې په دغه هیواد کې لږ تر لږه ۲۲۴ کسان وژل شوي، په عین وخت کې اسرائیلو ویلي چې په هیواد کې یې د ایران په بریدونو کې ۲۴ کسان وژل شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې فکر کوي چې د ایران لپاره یو ښه چانس دی چې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره یوه موافقه وکړي.
ټرمپ وویل: «زه هیله لرم چې یوه موافقه به وشي.»
هغه زیاته کړه: «زه فکر کوم چې اوس د یوې موافقې وخت دی ... خو ځینې وختونه دوی باید چې ستونزې د جګړې له لارې حل کړي، خو موږ به وګورو چې څه کیږي.»
اسرائیلو ویلي دي چې پوځي عملیات یې په دې پیل کړيدي چې ایران د اټومي وسلې د جوړولو په چارو کې پرمختګ کړی و.
ایران دا نه مني چې د اټومي وسلو د جوړلو هڅه کوي خو دا یې بیا منلې ده چې داسې ظرفیتونه جوړوي چې کیدای شي چې په راتلونکي کې دغه هیواد ته د دې وړتیا ورکړي چې په اټومي وسلو سمبال شي.
د ایران او امریکا ترمنځ د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو شپږم پړاو چې په پام کې و چې د یکشنبې په ورځ وشي لغوه شوی دی.
ټرمپ ویلي دي چې امریکا په ایران باندې د اسرائیلو د برید سره هیڅ تړاو نه لري خو ټینګار یې کړی دی چې که ایراني ځواکونه په امریکايي اهداف باندې هر ډول برید وکړي نو «د امریکا د وسله والو ځواکونو د ټول قوت او توان سره به مخامخ شي.»
فورم \ دبحث خونه