د اسراییل د لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو، دفتر ویلي دي چې نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د متحده ایالتونو له ولسمشر، ډانلډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې په غزه کې د حماس ډلې تر کنترول لاندې د پاتې سیمو د نیولو په اړه د خپل حکومت پر تصمیم وغږېد.
د اسراییل د لومړي وزیر دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې نتنیاهو او ټرمپ "د جګړې د پای ته رسېدو، د برمته شویو د خوشې کېدو او د حماس د ماتېدو لپاره، په غزې کې د حماس تر ولکې لاندې د پاتې ځایونو د کنترول ترلاسه کولو په اړه د اسراییل پر پلان" بحث وکړ.
اعلامیې کې راغلي دي چې نتنیاهو "د جګړې د پیل راهیسې د اسراییل څخه د ملاتړ په خاطر له ولسمشر ټرمپ څخه مننه وکړه".
سپینې ماڼۍ د دې ټیلیفوني خبرو جزئیات په ډاګه کړي ندي. له دې څو ساعته وړاندې، په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالتونو د استازولۍ سرپرست، دروټي شي، د غزې د نیولو او له جنګي سیمو څخه د باندې فلسطیني وګړو ته د مرستو د ویشلو په اړه د اسراییل د امنیتي کابینې د پرېکړې په اړه باخبري څرګنده کړه.
ډروتي شي د یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل: "اسراییل د خپل پوځي کمپاین پرېکړه په تشه کې نده کړې، بلکه د حماس د میاشتو سختدریځی وروسته یې کړې ده. حماس د اوربند منل ردوي او د برمته شویو شکنجې ته دوام ورکوي."
شي زیاته کړه: "متحده ایالتونه د اسراییل له دې حق څخه چې د حماس د ترهګرۍ په وړاندې له خپل ځان څخه دفاع وکړي، ملاتړ کوي. او بلاخره، اسراییل دا حق لري تصمیم ونیسي چې د امنیت لپاره یې څه ضروري دي، او د حماس او نورو ورته ډلو د ګواښ پای ته رسولو لپاره کوم اقدامات مناسب دي."
د غزې ښار او د غزې په مرکز کې د بېځایه شویو خلکو کمپونه د دې تړانګې هغه ۲۵سلنه برخه ده چې اسراییلي ځواکونو د روانې جګړې د پیل راهیسې ندي نیولي.
دا جګړه د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبر میاشتې په اوومه نېته د حماس ترهګرې ډلې لخوا پر اسراییل د برید له کبله پیل شوې ده.
فورم \ دبحث خونه