د لاس رسي وړ اتصالات

د مینځني ختیځ دپاره د امریکا ځانګړی استاځی او د اسرایلو دپاره د امریکا سفیر غزې ته تللي


د مینځني ختیځ دپاره د امریکا ځانګړي، استاځي سټیف ویټکاف، او په اسرایلو کې د امریکا سفیر، مایک هکبي، د جمعې په ورځ غزې ته یو نادره سفر کړی چې د امریکا په ملاتړ د هغه مرستندویه سازمان د هلو ځلو نظارت وکړي چې د فلسطین ملکیانو ته خوراکي مواد برابروي.

ښاغلي هکبي ددې سازمان فعالیتونه وستایل او هغه یې اعلی وباله.

ښاغلي ویټکاف او هکبي غزې ته خپل د پنځه ساعتني نظارت او سفر انځورونه د اکس پر پاڼې خپاره کړي چې په کښي دواړه د امریکا د غیری دولتي سازمانونو د مرستو د توزیع په یوه مرکز کې د غزې د بشري سازمان یا «جي اچ اف» د پرسونل سره لیده کاته کوي.

ښاغلي ویټکاف او هکبي خپل د اکس پر پاڼو لیکلي چې د غزې په سفر کې دا هم شامل و چې « ځمکني حقایق وڅیړل شي، شرایط ارزیابي شي او د نورو سازمانونو سره ملاقاتونه وشي.»

سفیر هکبي د غزې د بشري سازمان ستاینه کړې چې ددوو میاشتو په اوږدو کې یې د ۱۰۰ میلیونو نه زیاتې خوراکي بستې د غزې پر اوسیدونکو ویشلې دي. هغه ویلي چې « د غزې بشري سازمان یا (جي اچ اف) د ورځې د یوه میلیون څخه زیاتې خوراکي بستې ویشي چې دا یوه ستره لاسته واړونه ده!»

ښاغلي ویټکاف د سپینې مانۍ د یوې ورځې مخکي پر خپرې شوې بیانیې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې سیمې ته د دوي د سفر هدف دا دی چې ولسمشر ټرمپ ته « د غزې د بشري وضیعت په هکله واضیح معلومات ورکړي او د غزې د خلکو سره د روغتیايي او خوراکي مرستو د رسولو دپاره د یوه پلان په جوړولو کې مرسته وکړي.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG