د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې هغه به د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین سره راتلونکې جمعه د اګست پر ۱۵ مه نېټه د امریکا د الاسکا په ایالت کې غونډه وکړي.
ښاغلي ټرمپ د ټروټ سوشل پر ټولنیزې رسنۍ باندې د یوه پوسټ په ترڅ کې دا اعلان وکړ او زیاته یې کړه چې «هغه غونډه به چې ټول یې په تمه دي د امریکا د ولسمشر په صفت زما او د روسیې د ولسمشر په صفت د ولسمشر ولادمیر پوتین ترمنځ راتلونکې جمعه د اګست پر ۱۵ مه نېټه د الاسکا په ستر ایالت کې ترسره شي».
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې په دې هکله به نور جزیات وروسته خپاره شي.
د دواړو خواوو ترمنځ دغه لیده کاته وروسته له هغه تنظیم شول چې د سولې د ماموریتونو دپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیف ویټکاف تیره اونۍ مسکو ته سفر وکړ او د چارشنبې په ورځ یې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین سره د کریملن په ماڼۍ کې ولیدل.
د ټرمپ او پوتین ترمنځ د راتلونکې غونډې په اجنډا کې به اصلي مسله په اوکراین کې د روسیې خونړۍ جګړه وي چې د ۲۰۲۲ کال په فیبرورۍ کې هغه مهال پیل شوه چې روسیې پر خپل ګاونډي هیواد اوکراین باندې یرغل وکړ.
د دواړو مشرانو ترمنځ د راتلونکې غونډې اعلان په هماغه ورځ وشو چې ولسمشر ټرمپ د روسیې دپاره د مهلت په توګه ټاکلې وه او روسیې ته یې خبرداری ورکړی و چې که د اګست تر ۸ مې نیټې پوري د جګړې د پای ته رسولو دپاره هوکړې ته ورنرسېږي د ژورو تعارفو او سختو بندیزونو سره به مخ شي.
ښاغلي ټرمپ ویلي دي چې هغه به په اوکراین کې د «وژنې د درولو» دپاره څه شي چې یې په وس کې وي هغه به ترسره کړي.
ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د خپل روسي سیال سره به یې هر ډول غونډه پر دې مشروطه نه وي چې د روسیې ولسمشر باید د اوکراین د ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره خبرو ته کښېني.
کریملن ویلي دي چې د ښاغلي ویټکاف او پوتین ترمنځ په غونډه کې د درې اړخیزې غونډې مسله «په ځانګړي ډول مطرح شوې نه ده».
د ښاغلي پوتین د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار، یوري اوشکوف، د پنجشنبې په ورځ وویل: «مونږ پیشنهاد کوو چې د هر څه د مخه د ټرمپ سره د دوې اړخیزې غونډې پر آماده ګۍ تمرکز وکړو او زمونږ دپاره دا ډيره مهمه ده چې دغه لیده کاته ګټور او بریالي وي.»
د یادونې وړ ده چې په ورستیو میاشتو کې روسیې د اوکراین پر ښارونو باندې خپل هوايي بریدونه زیات کړي دي چې ولسمشر ټرمپ پرې سخت انتقادونه کړي دي.
فورم \ دبحث خونه