د لاس رسي وړ اتصالات

استیکني: ایران باید د امریکا سره د مستقیمو او معنی‌دارو خبرو اترو لاره غوره کړي


الیزابت استیکنی، د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې فارسي ژبې ویانده
الیزابت استیکنی، د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې فارسي ژبې ویانده

الیزابت استیکني، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فارسي ژبې ویاندې ده، د امریکا غږ فارسي څانګې سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل: "موږ له ایران څخه غواړو چې د خبرو اترو داسې لاره غوره کړي چې پکې د امریکا حکومت سره مستقیمې او معنی‌دارې خبرې شاملې وي، او همداراز له نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې سره همکاري وکړي."

میرمن استیکني ټینګار وکړ چې امریکا باوري دي چې دا ډول تګلاره د ایران د خلکو، د سیمې د خلکو او د ټولې نړۍ په ګټه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړه چې ولسمشر ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې په سولې تمرکز وکړ.

هغې وویل چې دا هدف د امریکا حکومت لپاره ډېر مهم دی، او امریکا غواړي چې ملګري ملتونه خپلو اصلي اهدافو ته را وګرځي، چې د امریکا د حکومت له نظره، د دې سازمان اساسي هدف سوله ده.

میرمن استیکني زیاته کړه چې مخکنۍ تجربې ښيي چې ایران خپلو اټومي ژمنو ته وفادار نه دی پاتې شوی؛ له همدې امله واشنګټن د فرانسې، جرمني او بریتانیا له هغو اقداماتو ملاتړ کوي چې د "میکانیزم ماشې" په نوم د بهیر پیل غواړي.

هغې دا هم وویل چې ټرمپ ژمن دی چې ایران هېڅکله اټومي وسلې تر لاسه نه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل: "ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا د اعظمي فشار تګلاره پلي کړې، او بندیز د دې ستراتیژۍ د تطبیق یوه مهمه وسیله ده."

د ایران د خلکو اوسني وضعیت ته په اشارې، چې دوی اوبو او برېښنا ته کافي لاسرسی نه لري، الیزابت استیکني وویل:

"په ملګرو ملتونو کې د ایران د ماموریت غړي باید امریکا ته رانشي او دلته پیرودنه ونه‌کړي.

متحده ایالتونه نه شي کولای دا وضعیت وویني، نو له همدې امله مو نوي بندیزونه اعلان کړل، او دا ښیي چې د امریکا حکومت په دې کسلې کې خورا جدي دی."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG