سودان مصر کې د منځګړو سره د خبرو لپاره پلاوی استاوي

د سودان د پوځ لوی درستیز ویلي چې مصر ته خپل یو پلاوی د سولې خبرو لپاره استوي.

د سودان حکومت یکشنبه اګست ۱۸ ( زمري ۲۸) ویلي چې د مصر پایتخت قاهرې ته پلاوی استاوي چې د متحده ایالاتو او مصري منځګړو سره د دوشنبې په ورځ د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.

د سودان حکومت چې کنټرول یې د پوځ په لاس کې دی او نږدې ۱۸ میاشتې کیږي چې د چټک ملاتړ ځواکونو په نامه ملیشو سره په جګړو اخته دی تر دې وړاندې یې ویلي و چې د سویس په ژنیو کې تر هغه وخته د سولې په خبرو کې ګډون نکوي تر څو چې د سعودي د جدې په ښار کې د شوې توافقنامې شرایط نه وي عملي شوي.

د سودان خپلواکې انتقالي واکمنې شورا په یوې اعلامیې کې ویلي چې حکومت په قاهرې کې د سولې په خبرو کې د ګډون پریکړه وروسته تر هغه وکړله چې د مصر د حکومت او د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي سره اړیکې ونیول شوې.

مصر او متحده ایالات پدې خبرو کې د ناظر په توګه برخه اخلي او د سودان حکومت ویلي په قاهرې کې به یوازې پدې خبرې کوي چې د چټک ملاتړ ځواکونه باید د ریاض د جدې په ښآر کې په توافقنامې کې پخپلو ژمنو عمل وکړي چې یوه یې د ملکیانو د اوسیدو له ځایونو څخه د دې ملیشو وتل دي.

د سودان په حکومت کې څو جګپوړو سرچینو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې حکومت د مصر او متحده ایالاتو منځګړو ته خپل دریځ د ګڼ شمیر موضوعاتو په هکله وړاندې کړی او همدې دریځ ته د ځواب ویلو له مخې به په نورو خبرو کې د ګډون لپاره هم خپل دریځ روښانه کړي.

د سودان حکومت دا هم ویلي چې د سولې په خبرو کې د عربي متحده اماراتو استازي هم باید ګډون ولري ځکه حکومت په اماراتو تور لګولي چې د چټک ملاتړ ځواکونو ملاتړ کوي خو اماراتو دا تورونه رد کړیدي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې معلومه کړې چې د چټک ملاتړ ځواکونو سره د عربي متحده اماراتو د ملاتړ په هکله د سودان د حکومت ادعاوې د اعتبار وړ دي.

د سودان حکومت همدارنګه د پنجشنبې په ورځ ومنله چې د چټک ملاتړ ځواکونو تر کنټرول لاندې سرحدي سیمو څخه د ډارفور ښارګوټي ته د مرستو لیږد ته به اجازه ورکړي.

د متحده ایالاتو د حکومت یو جګپوړي چارواکي ویلي چې د سودان د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالفتاح البرهان دا اجازه وروسته تر هغه ورکړله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن سره یې په ټیلیفون کې خبرې وکړلې.

ټاکل شوې چې د سولې د خبرو بل پړاو د سویس د ژنیو په ښار کې وشي چې د چټک ملاتړ ځواکونو وار د مخه خپل استازي ورلیږلي خو د سودان پوځ لا پدې هکله پریکړه نده کړې.

پدې خبرو کې د سعودي عربستان، مصر، متحده ایالاتو، افریقایي اتحادیې او ملګرو ملتونو دیپلوماتان برخه لري. خبرې د سویس د ژنیو په ښار کې کیږي چې آر اس ایف هم خپل یو استازی ور لیږلی خو په خبرو کې یې برخه ندې اخیستې.

د سودان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټام پیریلو د جمعې په ورځ د اکس په شبکې کې لیکلي چې د RSF ملیشې استازي په خبرو کې د برخې اخیستو لپاره چمتو دي او د سودان وسله والو ځواکونو یې غوښتي چې په خبرو کې د ګډون پریکړه وکړي.

په سودان کې د تیر کال د اپریل له پنځمې نېټې را وروسته د پوځ او د "چټک ملاتړ ځواک" د غړو ترمنځ جګړه روانه ده او د ورکړل شویو معلوماتو او موجوده ارقامو پر بنسټ، تر دې دمه شاوخوا ۵۰۰۰ خلک په کې وژل شوي دي.

د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالفتاح برهان او د چټک ملاتړ ځواکونو په نامه ملیشو مشر جنرال حمدان داګلو په دې کې ناکام شول چې دا ملیشې د سودان په ملي پوځ کې شامل کړي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په دې کورنۍ جګړې کې تر اوسه زرګونه خلک وژل شوي، ۱.۶ میلیون وګړي اړ شوي چې خپل کور کلی پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي او نږدې ۲۵ میلیونه نور چې ددې هیواد نیمایي نفوس څخه ډیر دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.