د مشتریانو په وینا، پېښور د خوږو خوړو لپاره ځانګړی نوم لري، خو په تنور کې د لرګیو پر مټ پاخه شوي کبان یو بې ساری خوند او ذایقه لري. خلک دا ډول دودیز پخلی په سیمه کې یو تازه او په زړه پورې نوښت بولي.
په پېښور کې د کبانو دودیز پخلی د خلکو پام ځانته اړولی
Your browser doesn’t support HTML5
د خیبرپښتونخوا د پېښور په صدر بازار کې یو ځوان په دودیزه توګه په تنور کې د کبانو پخولو نوښت پیل کړی، چې د دې ښار د اوسېدونکو ترڅنګ د نورو سیمو خلک هم د دې ځانګړي خوند لرونکو کبانو د خوړلو لپاره ورځي.