د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ خبریالانو ته د دوشنبې په ورځ د جون ۱۰ (جوزا ۲۰) وویل چې ایران د هغه د غوښتنې په اړه، چې د یورانیمو د غني کولو څخه دې لاس واخلي د نه منلو وړ یو دریځ غوره کړی دی.
ټرمپ چې د اقتصاد په اړه د یوې غونډې وروسته د خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې ایراني چارواکو په تیرو څو اونیو کې ویلي چې غواړي د یورانیمو غني کولو ته ادامه ورکړي.
هغه وویل: «موږ د [ایران د یورانیمو] غني کول نه شو لرلای. موږ یې فقط برعکس غواړو.»
ټرمپ وویل چې ایراني چارواکو «موږ ته د موافقې په اړه خپل نظر وړاندی کړی او زه وایم چې دا د منلو وړ نه دی.»
هغه زیاته کړه چې امریکايي مرکچیان په پام کې لري چې د ایراني مرکچیانو سره د پنجشنبې په ورځ وګوري او دی به تر هغو انتظار وکړي چې د ده د ټیم د وړاندیز په اړه چې تیره میاشت یې کړی د ایران رسمي ځواب څه دی.
ټرمپ په دې اړه چې غونډه به چیري وشي او جزئیات به یې څه وي څه و نه ویل، خو دا به د اپریل د میاشت راهیسې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو شپږم پړاو وي چې د عمان په منځګرتوب ترسره کیږي.
تهران د امریکا څخه غواړي چې د یورانیمو د غني کولو د مقیاس د کمولو په بدل کې دې امریکا په دغه هیواد لګول شوي بندیزونه کم کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ټرمپ د څرګندونو په اړه څه نه دې ویلي خو د سې شنبې په ورځ یې د ایکس په پاڼې باندې لیکلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د خپل جاپاني سیال تاکېشي ایوایا سره ټیلیفوني خبرې کړي او په دې د ایران د « اصولي موقف» په اړه ټینګار کړی چې «د خپل مشروع ګټو او د ایران د خلکو د حقونو چې سوله ییزه اټومي انرژي، چې د یورانیمو غني کول په کې شامل دي، څخه ګټه اخیستل دي خوندي کړي.»
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې هم د ایران په اړه چې یوازینی هیواد دی چې په اټومي وسلو سمبال نه دی خو د داسې کچې یورانیم تولیدوي چې د اټومي وسلو په جوړولو کې د اړتیا وړ یورانیمو کچې ته نږدې دي.
د ملګرو ملتونو مفتشین په دې نه دې توانیدلي چې د ایران ژمنه چې اټومي وسلې نه جوړوي تائید کړي.