د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیټ وايي چې د ناټو د اروپایي متحدینو له لوري د دفاعي لګښتونو زیاتول به د امریکا سره مرسته وکړي چې خپل تمرکز د هند-ارام سمندر سیمې ته واړوي.
هیګسیټ د چهارشنبې په ورځ جون ۱۱ (جوزا۲۱) د متحدو ایالتونو د سنا د جرګه ګۍ په یوې استماعیه غونډې کې قانون جوړونکو ته وویل چې امریکا تمه لري د ناټو هېوادونه به د پوځي لګښتونو د زیاتولو د پنځه سلنې نوي هدف سره موافقه وکړي.
هکسیټ وویل: «امریکا نه شي کولای چې هر وخت د هر چا لپاره هر ځای وي، او که تاسو یو اروپایي هیواد یاست، نه شئ کولای چې د تل لپاره په امریکا وړیا اتکا وکړئ.»
هغه د ناټو اروپايي متحدینو ته په خطاب کې زیاته کړه: «تاسو زموږ متحدین او ملګري یاست، او موږ به ستاسو تر څنګ ودریږو، خو تاسو باید د سولې او جګړې په وخت کې په خپلو پښو ودریږئ.»
هیکسیټ دا هم وویل چې په اوکراین کې اوږده جګړه به په نوره نړۍ کې د چین د «ناوړه نفوذ» څخه پام بلې خوا ته واړوي.
امریکا د ناټو له متحدینو څخه غواړي چې خپل دفاعي لګښتونه زیات کړي، خپلې ډله ایزې پوځي وړتیاوې قوي کړي او په عین وخت کې په امریکایي سرچینو باندې خپله تکیه کمه کړي.
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیټ څو ورځې مخکې په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې مخکې ویلي وو چې اروپایي هیوادونو د پوځي لګښتونو د زیاتولو په اړه د ولسمشر ټرمپ غوښتنې ته ځواب ویلی، خو ټول متحدین باید د خپل ناخالص کورني تولید پنځه سلنه په دفاعي چارو ولګوي.
د ناټو متحدینو په ۲۰۲۳ کال کې موافقه وکړه، چې هر کال به د خپلو ناخالصه کورنیو تولیداتو حد اقل دوه فیصده په دفاعي چارو لګوي. په ۲۰۲۴ کال کې متحدینو وویل چې ۲۲ هېوادونو یا دا اندازه پوره کړې او یا ترې زیات دي، خو په ۲۰۱۴ کې د ددغو هېوادونو شمېر درې وو.