اومان نیازی ددې تر څنگ چې د هنر او ادب په ډگر کې نوم گټلی د رادیوي پروگرامونو یو تکړه پرودیوسر هم دی چې په کابل کې د آزادۍ رادیو سره کار کوي.
نیازی د کلیوالي ژوند سره مینه لري او د خپل ژوند زیاته برخه یې په کلي کې تیره کړی ده، او همدا وجه ده چې د هغه په شعرونو کې ولسي اصطلاحات زیات کارول شوي دي.
په خپله یې له نیازي څخه اورو:
Your browser doesn’t support HTML5
د ولسي اصطلاحاتو په اړه د اومان نیازي څرگندونې
د ښاغلي نیازی زیات شعرونه لنډکي دي او هڅه یې کړې چې څو لنډو بیتونو کې جامع پیام ولیږدوي. د مثال په توگه د هغه دغه نوی شعر:
څنګه ؟
دا خبره مې په کولو ارزي؟
زما خپلې خونې ته
دومره رڼايي په کار ده
چې ماښام مې
رانه بېل کاندي
خپل سیوری
او دا چی شاعر څرنگه کولای شی په لنډ شعر کی خلکو ته خپل پوره پیغام ورسوی هغه وایی:
Your browser doesn’t support HTML5
د لنډکي شعر په اړه د اومان نیازي څرگندونې
ښاغلی نیازی وایي چی هر شعر له رواني کیفیتونو سره تړلی دی کله چې تاسې کتاب را واخلئ او شعر لولئ او دا شعر په هماغه شیبه کې ستاسې له رواني کیفیت سره اړخ ولگوي که څه هم چې هغه شعر ډیر کمزوری هم وي، هغه پر تاسی باندې ډیر ښه لگیږی. هغه متحرک شعر زیات خوښوي.
Your browser doesn’t support HTML5
د اومان نیازي یو ښکلی شعر د غورځنگ په غږ کې
د شعر او شاعرۍ تر څنگ اومان نیازی انځورگرۍ ته هم هڅیدلی دی. هغه وایي د انځورگرۍ په هنر کې یې د سواره کارۍ سبک ته چی په اصل کې دا سبک چینایی دی، افغانی بڼه ورکړې ده.
د اومان نیازي هنري کار
اومان نیازی د خپلې انځورگری په هکله وایي:
Your browser doesn’t support HTML5
د اومان نیازي انځوگري، پخپله یې له ده نه اورو:
که څه هم چې د اومان نیازي انځورگري لکه چې مو وویل چینایي سبک لري، خو هغه په دې هنر کې خپلواک دی او انځورگری یی د خپل وطن د طبیعي ښکلا ښکاروندویه ده.
د خان او عبدالفغار خان یوه تابلو، د اومان نیازي کار
د اومان نیازي هنري کار