د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) له پاکستان څخه وغوښتل چې د هغو افغان کډوالو جبري شړل بند کړي، چې په پاکستان کې د اوسېدو موقت قانوني اسناد (پي او ار) لري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د دغې ادارې ویاند بابر بلوچ په ژینوا کې په خپلو خبرو کې په ځانګړي ډول له پاکستان څخه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د افغان ښځو او نجونو د شړل کېدو په اړه اندېښنه وښوده.
د پاکستان حکومت د روان کال د جولاۍ په ۳۱مه نېټه تائید کړه چې د «ناقانونه بهرنیانو د ستنولو د پلان» په اساس به افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړل شي.
بابر بلوچ وویل: «موږ د پاکستان سخاوت درک کوو او مننه ترې کوو چې د خپلو ستونزو سره سره یې څه باندې ۴۰ کاله د کډوالو کوربتوب وکړ. خو هغوی چې د اوسېدو موقت اسناد لري، له لسیزو راهېسې د کډوال په توګه پېژندل کېږي، د هغوی جبري ستنول له دغو خلکو سره د پاکستان د اوږد بشردوستانه چلند خلاف او په زوره د نه شړلو د اصولو څخه سرغړونه ده.»
یو ان اچ سي ار په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دوی داسې راپورونه ترلاسه کړي چې په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال نیول شوي او هغه افغانان هم په کې دي چې (پي او ار) لري.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه په ډله ایز ډول افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې تر دې دمه ۲.۱ میلیون افغانان یا په خپله خوښه او یا په زوره خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي، چې په دې ډلې کې یې ۳۵۲۰۰۰ زره یې له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي.