د 'قمار' اندېښنه؛ طالبانو په افغانستان کې د شطرنج لوبه وځنډوله

په ټولنیزو رسنیو کې ځینو افغانانو د طالبانو په حکومت انتقاد کړی چې د شطرنج لوبې په اړه یې درک سم نه دی او دا لوبه «قمار» بولي.

په افغانستان کې سیمه ایزې رسنۍ وایي چې د طالبانو حکومت په دغه هېواد کې د شطرنج لوبه تر نامعلومې مودې پورې ځنډولې ده.

د افغانستان د شطرنج د ملي لوبډلې یو پخواني لوبغاړي، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې ولیکل شي، د امریکا غږ افغانستان څانګې ته وویل چې طالبانو د خپلو مفکورو په اساس، دا «لوبه بنده کړې» ده.

نوموړي وویل چې دوی د خپل حکومت په لومړي دور کې هم د شطرنج لوبه بنده کړې وه او دا لوبه «قمار» بولي. د افغانستان د شطرنج د ملي لوبډلې دغه پخواني لوبغاړي وویل: «له بده مرغه طالبانو هغه لوبه بنده کړه چې ځوانانو ته یوه سالمه تفریح وه او د هغوی د فکري ودې یوه ښه وسیله وه، له بده مرغه طالبان دا لوبه قمار بولي.»

د افغانستان د ورزش د ادارې ویاند اتل مشواڼي هم د افغانستان سیمه ایزو رسنیو ته ویلي چې دا لوبه یې د «شرعي اندېښنو» او همدغه راز د شطرنج په فدراسیون کې د «بې نظمۍ له کبله» ځنډولې ده.

نوموړي ویلي چې د «شرعي ارزونې» تر بشپړېدو او د دغې لوبې په ادارې کې د «بې نظمۍ» له ختمېدو وروسته به یې په اړه پرېکړه وشي.

اتل مشواڼي نه دي ویلي چې دا ارزونه به کله بشپړیږي او د دغې لوبې په ادارې کې «بې نظمي» څه وه. همدغه راز دا هم ویل شوي نه دي چې د دغې لوبې په اړه «شرعي اندېښنه» څه وه.

په ټولنیزو رسنیو کې ځینو افغانانو د طالبانو په حکومت انتقاد کړی چې د شطرنج لوبې په اړه یې درک سم نه دی او دا لوبه «قمار» بولي.

د افغانستان د شطرنج لوبه د دغه هېواد د ملي المپیک د فدراسیون تر چتر لاندې روانه وه او لوبغاړو یې د سیمې او نړۍ په کچه د افغانستان استازیتوب کاوه.

په افغانستان کې د شطرنج لوبه په ۱۹۸۴ میلادي کال کې تاسیس شوې او د شطرنج د نړیوال فدراسیون د رسمي ویبسایټ د معلوماتو په اساس، افغانستان په ۱۹۸۸ کې د نړیوال فدراسیون غړیتوب یې ترلاسه کړی و.