بیلاروس د امریکا په منځګړتوب ۵۲ سیاسي بندیان خوشې کړل

د امریکا د متحدو ایالتونو سره د شوي تړون د یوې برخې په توګه، بیلاروس ۵۲ سیاسي بندیان خوشې کړي دي.

د دې بندیانو د خوشې کېدو خبر د پنجشنبې په ورځ په داسې حال کې اعلان شو چې د امریکا استازي جان کول د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره د خبرو اترو لپاره بیلاروس ته تللی و.

کول د بیلاروس په ملي هوايي شرکت، بیلاویا باندې د دوو کلونو پخوانیو بندیزونو د لرې کولو اعلان وکړ.

هغه دا هم وویل چې متحده ایالتونه هیله لري چې په مینسک کې خپل سفارت بیا پرانیزي.

دا سفارت وروسته له هغه وتړل شو چې روسیې د بیلاروس له خاورې څخه په اوکراین باندې د خپل بشپړ برید پیل وکړ.

دا ۵۲ بندیان په لیتوانیا کې خوشې شول، او ولسمشرې ګیتاناس ناوسیدا په دې برخې کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د رول له امله مننه وکړه.

ولسمشرې نوسیدا د اېکس په ټولنیزې رسنۍ کې په یوه پوسټ وویل، "هیڅ څوک شاته نه دی پاتې شوی! نن ورځ ۵۲ بندیان په خوندي ډول د بیلاروس څخه د لیتوانیا له پولې تیر شول، دوی اغزن تار، بندې کړکۍ او دوامداره ویره شاته پریښوده."

هغې زیاته کړه چې هغه "د متحدو ایالتونو او په شخصي توګه" د ولسمشر ټرمپ څخه "د سیاسي بندیانو د خوشې کولو لپاره د دوی د دوامداره هڅو" لپاره "د زړه له کومې مننه کوي."

ولسمشر لوکاشینکو، چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین یو کلک متحد دی، د لویدیځ سره د اړیکو د ښه کولو په لټه کې دی.

د نړېوالو رسنیو لپاره د متحدو ایالتونو د ادارې USAGM سرپرستې، کري لېک،په یوه بیان کې‌ وویل:
"موږ په دې اونۍ کې په بیلاروس کې د خبریال ایهار لوسیک په شمول د یرغمل شویو کسانو د خوشې کیدو هرکلی کوو، چې په بیلاروس کې د سیاسي هڅو په تور باندې کې د څه باندې پنځو کلونو بند وروسته خوشې شو. دا لاسته راوړنه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نه ستړې کیدونکو هڅو او د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو د دفتر د وقف شوي کار پرته ممکنه نه وه، چې مشرتابه یې د دوی د خوشې کیدو لپاره مهم رول درلود."

لوسیک په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د بیلاروس د جنجالي ولسمشریزو ټاکنو وروسته د لاریونونو پورې اړوند د بلواوو د تنظیمولو تورونه رد کړي دي.

د امنیتي ځواکونو لخوا د لاریون کونکو پر وړاندې ځپل د لویدیځو هیوادونو سره د اړیکو د خرابیدو لامل شو.

د بیلاروس پر چارواکو باندې د بشري حقونو د ځپلو او روسیې ته د اوکراین د برید لپاره د خپلې خاورې د کارولو او د اجازې د ورکولو له امله د لویدیځ لخوا بندیزونو لګول شوي دي.

ولسمشر ټرمپ وویل چې هغه د پوتین سره د الاسکا سرمشریزې دمخه د لوکاشینکو سره په تلیفون خبرې وکړې او د بیلاروس له مشر څخه یې د ۱۶ بندیانو د ژر خوشې کیدو له امله مننه وکړه.

ولسمشر ټرمپ د خپل ټولنیزې رسنۍ ټروټ سوشیل کې په یوه پوسټ کې لیکلي "موږ د ۱۳۰۰ نورو بندیانو د خوشې کولو په اړه هم بحث کوو."