د روان کال د حج مراسم د سپتامبر له ۲۲ تر ۲۶ ترسره کیږي. سعودي چارواکو ویلي چې پدې حج کې د نږدې درې میلیونه حاجیانو د انتظام چمتوالی لري.
د حج مراسم په نړۍ کې یوه ستره انساني اجتماع ګڼل کیږي چې ساری یې په نورو غونډو کې نه لیدل کیږي.
سعودي چارواکو ویلي چې د حج په مهال د خپرویدونو ناروغیو د مخ نیوي لپاره یې پوره تدابیر نیوليدي
د حج په مراسمو کې له ټکنالوژۍ نه هم ګټه اخیستل کيږي. سږ کال به ۱۲ پلازما تلویزیونونه چې هر یو یې دوه متر بر لري د مسجدالحرام شاوخوا ودرول شي چې حاجیانو پر وخت معلومات خپاره کړي.
حج پر استطاعت لرونکو مسلمانو نارینه وو او ښځو فرض دی
اټکل کیږي چې حاجیان هرکال څه باندې ۲۰ میلیون لیټر زم زم اوبه په سترو بوتلونو او بوشکو کې کې خپلو هیوادونو ته وړي.
د حج روانو مراسمو ته ۲۴ زره افغانان هم تللي دي.
اندونیزیا چې د وګړو له پلوه تر ټولو بانفوسه مسلمان هیواد پیژندل کیږي سږ کال یې ۱۶۸ زره حاجیان حج ته لیږلي دي. حج ته تقریبا د نړۍ له هر ګوټ نه مسلمانان ورځي. په عمومي ډول د حج مراسم یوه حاجي لپاره له ۴۶۰۰ تر ۵۰۰۰ ډالرو لګښت لري.
شاوخوا ۸۰۰ زره سعودیان هم د حج په مراسمو کې ګډون کوي
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي چې روان کال کې ۲۴ زره افغان حاجیان د حج د فریضې د اداکولو لپاره تللي دي.
سعودي امنیتي ځواکونه د ترافیکي نظم او د حاجیانو د امنیت لپاره له ټکنالوژۍ کار اخلي
د حاجیان او د حج د مراسمو د امنیت لپاره سعودي عربستان ۱۰۰ امنیتي ځواکونه په کار اچولي دي.
حاجیان هم له ټکنالوژۍ کار اخلي. پدې وروستیو کې د سلفي یا د خپل عکس اخیستلو دود هم د حج په مراسمو کې ډیر شوی دی
سعودي چارواکو د بیړنیو روغتیايي خدماتو لپاره ۲۵ زره روغتیاپالان چمتو شوي دي.
د بیت الحرام او مسجد الحرام شاوخوا پراختیايي پروژې پليکیږي. تیره میاشت د یوه کرینګ د غورځیدلو په پیښه کې سل کسه ووژل شول
د حج د مراسمو په لړ کې د هغو کسانو لپاره چې معیوبه یا ناروغه دي د طواف کولو او نورو چارو د ترسره کولو لپاره مرسته کیږي.
یت الحرام ته څیرمه أبراج البيت ودانۍ ده چې په نړۍ کې دریمه تر ټولو هسکه ودانۍ بلل کیږي
حج په مراسمو کې د څارویو ذبح هم کیږي. په ۲۰۱۴ کال کې حاجیانو یوازې ۷۷۰ زره پسونه ذبح کړل.
پر دیوالونو د حج مبارکیو په تیرو څو کلونو کې افغانستان کې رواج موندلی