د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوالي ادارې مشر، رفایل ګروسي، د ایران هغه ادعاو ته ځواب ویلی چې وايي د اسرائیل د اټومي پروګرام په اړه یې سري اسناد تر لاسه کړي دي. هغه دغه ادعاوي د اسرائیل د څیړنو د هغه ریکټر سره تړلې وبللي چې د ملګرو ملتونو لخوا څارل کیږي.
ګروسي چې په یو خبرې کنفرانس کې یې د دوشنبې په ورځ جونې نهمه (سرطان ۱۹) خبرې کولې د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل «داسې څرکندیږي چې اشاره یې سراک ته وي،» چې هدف یې د اسرائیل د سراک د آټومي څیړنو مرکز دی.
د ایران د اطلاعاتو وزیر او دولتي رسنیو په دې وروستیو ورځو کې پرته له دې چې کوم شواهد وړاندې کړي ادعا کړې چې تهران د اسرائیل د اټومي پروګرام په اړه استخباراتي اسناد په لاس کې لري او ډیر ژر به یې خپاره کړي. خو ایران د سراک او یا هم د اسرائیل د نورو تاسیساتو په اړه څه نه دې ویلي.
اسرائیل منځني ختیځ کې یوازېنی هیواد دی چې په اټومي وسلو سمبال دی خو دغه هیواد په رسمي توګه دا اعلان کړی نه دی چې اټومي وسلې دې ولري.
ګروسي وویل چې سراک د اسرائیل هغه اټومي څیړنیز تاسیسات دي چې ملګرو ملتونو ته یې د څار اجازه ورکړل شوې ده.
هغه وویل: «موږ د [اسرائیل د اټومي] پروګرام د نورو برخو تفتیش نه کوو.»
د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر د ګروسي د دغو څرګندونو په اړه د امریکا غږ پوښتونو ته سمدستي ځواب نه دی ویلی.
اسرائیل، امریکا او نور ملګري هیوادونه یې په ایران تور لګوي چې هڅه کوي د خپل ملکي انرژۍ د پروګرام تر نامه لاندې اټومي سلاوي جوړي کړي. تهران بیا دغه تورونه رد کړي دي.
اسرائیل په اټومي وسلو سمبال ایران د خپلې بقا لپاره خطر ګني دا ځکه چې د ایران اسلامي رژیم په وار وار د یهودیانو د هیواد یا اسرائیل د له منځه وړلو غږ کړی دی.
په خبرې کنفرانس کې، د نړیوالې اټومي انرژۍ د ادارې مشر ګروسي د ایران د هڅو په اړه وویل چې غواړي د نورو حساسو اټومي اسنادو څخه، چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې دي، ګټه واخلي.
په یوه رپوټ کې چې ګروسي د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې غړو هیوادونو ته تیره میاشت وړاندې کړی ویل شوي دي چې دغې ادارې داسې شواهد ترلاسه کړيدي چې ښيي ایران د دغې ادارې ډیر محرم اسناد راټول کړي او څیړي یې دي. تهران بیا په ځواب کې ویلي دي چې د رپوټ موندنې د ایران د «بدنامه کولو» لپاره دي.
ګروسي خبریالانو ته وویل دا چې دا اسناد د ایران په لاس کې دي چې دا «د همکارۍ د روحیې سره،» چې ایران یې باید چې دغه ادارې سره ولري، «سر نه خوري» او یو «بد» ګام دی.
په یو جلا بیان کې ګروسي، د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې هییت د غونډې د پرانستلو په مهال، د خپلې ادارې هغه نظر تکرار کړ چی مفتشینو په ایران کې درې داسې ساحې په نښه کړې دي چې هلته یې د انسان په لاس جوړ شوي اټومي ذرات موندلې دي چې د هغه اټومي پروګرام د نااعلان شویو تاسیساتو برخه دي چې ایران د ۲۰۰۰ کال نه مخکې مخ ته وړل.
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې پخوا ویلي وو چې دوی دې نتیجه ته رسیدلي دي چې ایران تر ۲۰۰۳ کاله پورې د اټومي وسلو یو فعال پروګرام درلود چې وروسته بیا سره وپاشل شو.
د ګروسي بیان د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې هغه جدي تشویشونه تکرار کړل چې د ایران د لوړې کچه د غني شویو یورانیمو د ذخیرې په اړه یې، چې تر ۴۰۰ کیلوګرامه ډیره ده، لري. دغه هغه څه دي چې د اټومي وسلو په جوړولو کې ورنه کار اخیستل کیږي.
هغه یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې د ادارې سره یې د ایران عدم همکاري د دې سبب شوې چې و نه کړی شي دا تشخیص کړي چې د ایران اټومي فعالیتونه دې یوازې سوله اییزه موخې ولري.