په چین کې د غړو د جبري راټولولو ستونزه له اوږدې مودې راهیسې د نړیوالې ټولنې لپاره یوه اندیښنه وه. د امریکا د استازو جرګې د می په میاشت کې د انسان د بدن د غړو جبري راټولولو د بندولو لپاره یو قانون تصویب کړ.
سره له دې چې چين له ۲۰۱۵ کال وروسته اعلان وکړ چې د انسان د بدن ټول غړي د هغو کسانو ترلاسه کوي چې په خپله خوښه او رضاکارانه ډول یې ورکوي خو، يو څېړونکی وايي، د چين د حکومت رسمي شمېرې «جعلي» دي، او شواهد ښيي چې لا هم د سياسي بنديانو، ایغور مسلمانانو، او مذهبي اقليتونو د بدن غړي په زوره اخيستل کېږي.
میتیو رابرټسن، د جرمني په مانهایم پوهنتون کې د ټولنیزو معلوماتو په برخه کې د پوسټ دوکتورا څیړونکی دی چې له اوږدې مودې راهیسې په اړوندو څیړنو کې ښکیل دی.
رابرتسن د جمعې په ورځ د جولای په ۱۱مه (د سرطان ۱۸) د امریکا غږ چینایي څانګې سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې د هغه څیړنې ښودلې چې که څه هم چین د ۲۰۱۵ کال راهیسې په رضاکارانه ډول د غړو د ورکولو (Organ Donor) دود غوره کړی، خو د چارواکو لخوا چمتو شوي معلومات په څرګنده توګه جعلي دي.
هغه دا هم وویل چې د ده او د همکارانو څیړنې یې ښیي چې د چین د زړه د پیوند یا ټرانسپلانټ ډاکټرانو هغه څه ترسره کړي چې هغه یې "طبي غیر قضايي اعدامونه" بولي.
ډاکټر رابرتسن په مرکه کې وويل: “موږ د چين له درو سترو معلوماتي سرچينو رسمي شمېرې ارزولې دي، او قوي شواهد لرو چې دا ارقام له ساینسي پلوه ناسم دي. دا ښيي چې د Organ Donors شمېر او حقيقت له هغه څه سره سمون نه لري چې چارواکي یې ادعا کوي.”
ډاکټر رابرتسن وايي، د دوی څېړنې ښيي چې په ځينو مواردو کې د زړه اخيستل د مرګ لامل ګرځېدلی، يعنې “د زړه ليرې کول” د اعدام يوه بڼه بلل شوې.
Your browser doesn’t support HTML5
د ډاکټر رابرتسن سره د امریکا غږ ځانګړې مرکه دلته لیدلئ شئ.
“موږ دا ثابته کړې چې ځينې هغه کسان چې د زړه پيوند لپاره ترې اعضا اخيستل شوي، د مړينې له اعلان مخکې تنفس ته اړتيا لرله، چې دا د طب د اصولو خلاف دی. دا معنا لري چې دوی ژوندي وو او د دوی د زړه لیري کیدل د دوی د مرګ سبب شوی.”
ډاکټر رابرتسن وايي، شواهد ښيي چې د شينجيانګ په زندانونو کې پر ایغور مسلمانان په منظمه توګه د وینې، ادرار، الټراساونډ، او CTسکینونه ترسره شوي.
د روبرتسن په وینا دا معاینات د اعضاوو د انتقال لپاره ضروري ګڼل کېږي.
فالن ګونګ مذهبي اقليت هم، چې له ۲۰۰۰م میلادي کال وروسته په چین کې د پراخ فشار لاندې راغی، له ورته طبي معایناتو سره مخ و.
ډاکټر رابرتسن دا د “اصلي کیسې د غوره وضاحت لپاره” یو بنسټ بولي، یعنې د هغه په وینا دا شواهد تر ټولو قوي امکان ښيي چې په چین کې د بدن د غړو اصلي سرچینې همدغه اقليتونه دي.
څېړونکی وايي، له دې کاروبار څخه لوی مالي عوايد تر لاسه کېږي، او زياتره روغتونونه، چې دولتي دي، دا ګټه ترلاسه کوي.
هغه زیاتوي: "د چین پوځي روغتونونه، لکه د ۳۰۹ نمبر روغتون، پخپله اعلان کړی چې د اعضاوو پیوند برخې له لارې یې پنځه چنده ګټه ترلاسه کړې."
ډاکټر رابرتسن وايي، نړيوالې طبي ادارې تر دې دمه د چين پر دغه کړنو سترګې پټې کړي، خو د امریکا کانګرس لخوا “د بدن د جبري غړو اخيستلو د بندیز قانون” (Stop Forced Organ Harvesting Act) تصویب ممکن وضعیت بدل کړي.
رابرتسن وایي "که دا قانون تصویب شي، د هغو چينايي ډاکټرانو نوملړ به جوړ شي چې په دې کاروبار کې ښکېل دي. هغوی به امریکا ته د سفر اجازه ونه لري، مالي حسابونه به يې کنګل شي، او له نړیوالو علمي غونډو به هم محرومه شي".
د رابرتسن په وينا، نړيوال طبي ادارو لکه د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) او د ترانسپلانټ نړيوالې ټولنې تر دې دمه د دې قضيو جدي پلټنه نه ده کړې.
خو نوموړي د زړه او سږي ترانسپلانټ نړيوالې ټولنې ته اشاره وکړه، چې له چين څخه د څېړنيزو مقالو خپرېدل یې بند کړي دي.
ډاکټر رابرتسن وايي، تر څو چې شفافيت، حساب ورکونه، او نړيواله څارنه نه وي، د چين د بدن د غړو د پیوند یا ترانسپلانټ سيسټم په شفافیت باندې باور کول ګران کار دی.