اسرائیل د خپلو نویو عملیاتو په پیل کې په یو برید کې د غزې په ښار کې یوه لوړه ودانۍ نسکوره کړه. د اسرائیل حکومت تېره میاشت اعلان وکړ چې د فلسطین په قلمرو کې د حماس ترهګرې ډلې د وروستي قوي مورچل د ختمولو لپاره به غزې ونیسي.
په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو تصویرونو کې ښودل کېږي چې د جمعې په ورځ د غزې ښار د «مشتهی» ودانۍ په بیخ کې څو بریدونه کېږي او بیا نسکورېږي.
د اسرائيل دفاعي ځواکونو په یوې اعلامیې کې ویلي چې د حماس ډلې د دغې ملکي ودانۍ په منځ کې او ترې لاندې تاسیسات جوړ کړي وو، چې په اسرائيلي ځواکونو بریدونه وکړي او د ترهګرو لپاره یې د تېښتې لاره برابره کړې وه.
د اسرائیل دفاعي ځواکونه وايي چې ولسي خلکو ته د زیان د کچې د کمولو لپاره یې مخکې له مخکې اقدمات کړي وو، چې «خلکو ته خبر ورکول، د دقیقو وسلو استعمالول، فضايي څار او اضافي استخباراتي معلومات» په کې شامل دي. د اوس لپاره د تلفاتو په اړه کوم راپور ورکړل شوی نه دی.
په همدې حال کې حماس یوه ویدو خپره کړې چې په کې دوه اسرائیلیان ښودل کېږي چې ژوندي دي، دوی دواړه د هغو ۴۸ ژوندیو او مړه شویو یرغملو له ډلې څخه دي چې حماس د ۲۰۲۳ اکتوبر په میاشت کې په اسرائیل باندې له برید راوروسته ساتي.
دا دواړه اسرائیلیان ګای ګیلبوا-دلال او الون اوهل نومېږي. د یرغمل شویو لپاره د اسرائیل یوه عمده بنسټ، چې د یرغملو او ورکو شویو کورنیو فورم نومېږي، د دغو دوو کسانو هویت تائید کړی.
حماس د جنګي کمپاین په توګه د اسرائيلیانو د روحیې ځپلو لپاره تکرارآ د یرغمل شویو ویدیوګانې خپروي چې ښکاري تر فشار لاندې غږېږي.
د خپرې شوې ویدیو په یوې برخې کې ګیلبوا دلال وايي چې تاریخ د ۲۰۲۵ کال د اګست ۲۸مه نېټه ده او خپل موقیعت د غزې ښار ښيي.
حماس ویلي دي چې یرغمل شوي په هغه شرط پرېږدي، چې اسرائيل د فلسطین امنیتي بندیان خوشي کړي او له غزې څخه خپل ځواکونه وباسي، خو اسرائیل له حماس څخه غوښتي چې ټول یرغمل شوي یو ځل پرېږدي او خپلې وسلې په ځمکه کېږدي، که داسې ونه کړي، له تباهۍ سره به مخامخ شي.