د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتنیاهو اعلان وکړ چې د اسرائیل دفاعي ځواکونو د یمن په مرکز صنعا کې د حوثي ترهګرو د حکومت اکثریت غړي وژلي دي.
د اسرائیل پوځ اعلان کړی چې دحوثیانو صدراعظم احمد الرهاوي له نورو لوړ پوړیو ملکی او پوځي چارواکو سره یو ځای وژل شوی دی.
اسرائیل وايي دا بریدونه په هغو تاسیساتو باندې شوي، چې د دغو مقاماتو له لوري د حوثي د ترهګر نظام د تقویت او د اسرائیل په ضد اقداماتو لپاره کارول کېدل.
نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د کابینې په غونډې کې وویل: «دا په صنعا کې د لوړ پوړیو شخصیتونو په ضد د بریدونو پیل دی. موږ به یې ټولو ته ورسېږو.» د حوثي ډلې، چې د انصارالله په نوم هم پېژندل کېږي، د الرهاوی وژنه تائید کړې ده او د دوشنبې په ورځ یې د جنازې مراسم ترسره کړي.
حوثیان په اسرائیل باندې او همدغه راز په سرې بحیرې کې په بېړیو باندې د میزایلو بریدونه کوي. دا ډله وایي دا بریدونه له فلسطینیانو سره د پیوستون لپاره کوي. اسرائیل او متحده ایالتونه د دغو بریدونو په ځواب کې په یمن کې د حوثیانو اهداف په نښه کوي.
د روان کال په پیل کې د متحدو ایالتونو حکومت د حوثیانو ډله د بهرنيترهګر سازمان په توګه وپېژنده. امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې حوثیان د ایران د سپاه پاسداران ملاتړ له ځان سره لري اوله ۲۰۲۳ کال راهېسې یې د امریکا د بحري ځواک په بېړیو باندې لسګونه ځلې بریدونه کړي دي.
دا وزارت وايي چې د حوثیانو دابریدونه د امریکا پوځیانو ته خطر پېښوي او په منځني ختیځ کې د امریکايي اتباعو امنیت، په سیمه کې د امریکا د نژدیو ایتلافیانو او د نړیوال سمندري تجارت ثبات له ګواښ سره مخامخ کوي.