د هند صدراعظم نریندرا مودي خبرداری ورکړی که پر هند نور بریدونه وشي نو د هغه هیواد پوځ به د پاکستان سره پر پولې باندې د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي.
ښاغلي مودي د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۲ (ثور۲۲) د هغه دوه اړخیز اوربند نه وروسته چې د متحده ایالاتو په منځګړتوب وشو، په خپل لومړني غبرګون کې وویل، "مونږ د پاکستان ګام ګام خاوره څارو."
دواړو خواو پوځي چارواکي د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۲ (ثور۲۲) د تیلیفون له لارې خبرې وکړې چې ډاډ تر لاسه شي اوربند په ځای وي او وساتل شي.
د دواړو خواو تر منځ تاوتریخوالی وروسته له هغې اوج ته ورسید چې یو شمېر وسله والو د اپریل په میاشت کې، په هندي کشمیر کې ۲۶ کسان چې زیاتره یې هندو سیلانیان وو، په یو برید کې ووژل.
هند ددې برید پړه پر پاکستان اچوي. اسلام اباد په دې کې هر ډول لاس درلودل ردوي.