وروسته له هغه چې څو روسي بې پیلوټه الوتکې د ناټو غړي هیواد، پولنډ هوايي حریم ته ننوتې په ناټو کې د امریکا سفیر وايي، امریکا به د خپل دغه متحد، پولنډ تر څنګ ودریږي.
په ناټو کې د امریکا سفیر، متیو ویټیکر د چهارشنبې په ورځ د اېکس په ټولنیزې شبکې کې وویل: "موږ د دې هوایي سرغړونو په وړاندې د خپلو ناټو متحدینو تر څنګ ولاړ یو او د ناټو د قلمرو له هر لویشت څخه به دفاع وکړو."
د ویټیکر دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې پولنډ د چهارشنبې په ورځ وویل چې ګڼ شمېر روسي بې پیلوټه الوتکې د څو ساعتونو په اوږدو کې د دوی خاورې ته ننوتلي او د پولنډ او د ناټو د الوتکو لخوا ویشتل شوي، او دا یې د "تیري عمل" وباله چې په اوکراین باندې د روسیې له خوا د بریدونو د لړۍ پر مهال رامنځته شو.
کرملین په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو بیلاروس، چې د روسیې نږدې متحد دی، ویلي چې ځینې ډرونونه د سیسټم د خرابۍ له امله "خپله لاره ورکه کړې " ځکه چې جام پاتې شوي وو.
پولنډ یادونه وکړه چې ځینې ډرونونه له بیلاروس څخه پرواز کړی، چیرې چې د روسیې او بیلاروس ځواکونه د جمعې په ورځ د جنګي تمریناتو د پیل لپاره راټولیږي.
ګڼ شمېر اروپايي مشران ادعا کوي چې دا کار د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې قصدي زیاتوالی دی.
د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ ټسک پارلمان ته وویل چې د اوو ساعتونو په موده کې د هوايي حریم ۱۹ سرغړونې ثبت شوي، که څه هم هغه یادونه وکړه چې معلومات لاهم د راټولیدو په حال کې دي.
د حکومت یوه ویاند وویل چې د الوتکې د غورځېدو اته ځایونه موندل شوي دي.
د هالنډ د دفاع وزیر وویل چې هالنډي جنګي الوتکې د پولنډ مرستې ته واستول شوې او ځینې ډرونونه یې خنثی کړل.
د پولنډ د پوځ عملیاتي قوماندې په ټولنیزو رسنیو کې وویل، "دا د تیري یو عمل دی چې زموږ د اتباعو خوندیتوب ته یې ریښتونی ګواښ رامنځته کړی دی."
د ناټو غړي هیوادونه د دې پیښې په اړه د بحث لپاره سره راټول شول، چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې د جګړې له پیل راهیسې په اوکراین باندې د روسیې تر ټولو لوی هوايي برید څخه درې ورځې وروسته رامنځته شوه.