روسیې په اوکراین باندې لوی هوايي بریدونه کړي

اوکراین وايي چې روسیې پرې لوی هوايي بریدونه کړي

په اوکراین کې مقامات وايي چې روسیې په دغه هېواد باندې د څه باندې ۴۰۰ بې پيلوټه الوتکو او ۴۰ میزایلو بریدونه کړي او په کیف کې یې درې تنه وژلي دي.

د روسیې پوځ وايي چې دا بریدونه د اوکراین د «ترهګریزو اعمالو» په ځواب کې شوي، چې اشاره یې د اوکراین هغو بریدونه ته ده، چې په روسیې کې یې دننه په یوې هوايي اډې کې یو شمېر بمب غورځوونکي الوتکې ویجاړې کړي.

ولسمشر ټرمپ وایي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین ورته د پنجشنبې په ورځ په تیلیفوني مکالمې کې ویلي وو چې د اوکراین د بریدونو ځواب به ورکوي، ټرمپ وايي چې هغه ورته ویلي وو چې دا کار ونه کړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل چې د روسیې د جمعې د ورځې په بریدونو کې ۴۹ کسان ژوبل شوي او له «روسیې سره باید حساب» وشي.

زیلینسکي په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي: «موږ له نړۍ سره په ګډه ډېر څه وکړل چې اوکراین د ځان د دفاع جوګه کړو. خو اوس یې دقیقآ وخت دی چې امریکا، اروپا او په نړۍ کې هر بل کس د دغې جګړې د بندولو لپاره یو ځای په روسیې باندې فشار راوړي.»

نوموړي لیکلي دي که په روسیې باندې څوک فشار نه راوړي، جګړه نوره هم غځوي چې نور ډېر خلک ووژل شي.

د اوکراین مقامات په روسیې باندې د بندیزونو غوښتنه کوي چې په ښه نیت سره د سولې په خبرو کې ګډه شي.

د دواړو هېوادونو پلاویو په ترکیې کې د سولې دوې مخامخې غونډې وکړي، خو د جګړې د ختمولو په اړه، چې په ۲۰۲۲ کال کې په اوکراین باندې د روسیې په یرغل سره پیل شوې، په کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.