په اتریش کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په جنوب کې یو وسله وال د سه شنبې په ورځ جون لسمه (جوزا۲۰) په یو ښوونځي برید وکړ او لږ تر لږه نهه کسان یې ووژل او ۱۲ نور یې ژوبل کړل.
پولیسو تائید کړی چې پېښه د ګراز په ښار کې شوې او یو زده کوونکي دا برید کړی دی.
د ګراز ښاروال ایلکې کهر په فیسبوک کې لیکلي دي هغه څه چې زده کونکي، ښوونکي او د دوی کورنۍ ورسره مخامخ دي په الفاظو نه شي بیان کېدای. نوموړي همدغه راز لیکلي دي چې کړکیچ ته د رسېدو ټیمونه یې د غوره ممکنه مرستو د چمتو کولو لپاره کار کوي.
د برید په شک یو ۲۱ کلن ځوان نیول شوی او ویل کېږي، چې په برید کې یې له دوو ټوپکو څخه کار اخیستی دی.
مقامات وایي نیول شوی کس د دغه ښوونځي پخوانی زده کوونکی و.
د اتریش صدراعظم کریسټین سټوکر دا برید "ملي تراژیدي" بللې او په اتریش کې یې د دریو ورځو لپاره ملي ماتم اعلان کړی دی.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاجا کالاس وویل چې هغه په دې اړه "سخت ټکان" خوړلې.
کالاس د ټولنیزو رسنیو په شبکې ایکس کې ولیکل: "هر ماشوم باید په ښوونځي کې خوندي احساس وکړي او له ویرې او تاوتریخوالي پرته زده کړه وکړای شي."
نوموړې زیاته کړې: "په دې تیاره شیبه کې زه د قربانیانو، د هغوی کورنیو او د اتریش د خلکو په اړه فکر کوم."
زده کوونکي او ښوونکي له ښوونځي ایستل شوي دي. په اتریش کې داسې پېښې ډېره سابقه نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې تېرې فبرورۍ کې د اتریش په جنوب کې یو بریدګر لږ تر لږه یو کس په چاقو وواژه او پنځه نور یې ژوبل کړل.