د پخوانۍ اسلامي یاغي ډلې سره د اړیکو د عادي کېدو په ترڅ کې، د سوریې انتقالي حکومت وايي چې د بهرنیو چارو وزیر یې په یو بیساري سفر واشنګټن ته ځي ، دغې ډلې تېرکال په سوریې کې د بشارالاسد اوږده استبدادي واکمني ختمه کړه.
د سنا خبري اژانس د سوریې د بهرنیو چارو وزارت څخه په نقل قول سره واشنګټن ته د اسعد الشیباني سفر د متحدو ایالتونو او سوریې ترمنځ د دوو اړخیزو اړیکو کې د نوي باب د پرانیستو لپاره تاریخي فرصت بللی دی.
په اعلامیې کې ویل شوي دي چې شیباني او امریکايي چارواکي به «په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې په دوو اړخیزو ګټو» خبرې وکړي.
امریکا ته د سوریې د بهرنیو چارو د یو وزیر تېر سفر ۲۵ کاله مخکې شوی و. د متحدو ایالتونو او سوریې ترمنځ روابط بیا خراب شول، امریکا د سوریې پخوانيو چارواکو باندې، چې د بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن وو، بندیزونه سخت کړل او د دواړو خواو ترمنځ دوه اړخیز تجارت مخه ونیول شوه.
دا په داسې حال کې وه چې، بشارالاسد په ۲۰۱۱ کال کې د ځان په ضد مخالف پاڅون وځپه. اسلامي یاغیانو په تېر ډسمبر کې بشارالاسد له واک څخه وشړه او انتقالي حکومت یې جوړ کړ.
ولسمشر ټرمپ په نوي حکومت باندې بندیزونه اسان کړل، چې د داعش له پاتې شونو سره مقابله وکړي او د امریکا له غلیمانو لکه ایران او روسیې سره وفادارۍ ختمه کړي.
لویدیځو رسنیو د امریکا او سوریې د چارواکو له خولې ویلي دي، چې شیباني د پنجشنبې په ورځ واشنګټن ته رسېږي او تر جمعې پورې به وي. هغه په لندن کې د سوریې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام باراک د اسرائیل د ستراتیژیکو چارو د وزیر ران ډېرمر سره ولیدل.