کارلوټا ګېل چې د ٢٠٠١ نه تر ٢٠١٣ کاله پوري په پاکستان او افغانستان کې د نیویارک ټایمز خبریاله وه،( دېړانگ اینیمي ) یا غلط دښمن په نامه یو کتاب لیکلی دی چي په کښي په پاکستان کي د ترهګرې پر ځالو باندي تمرکز شوی دی.
کارلوټا ګیل چې په ٢٠٠١ کال کې افغانستان ته تللې وه او تیر ۱۲ کاله یې په پاکستان او افغانستان کې تیر کړي دي وايي چې د افغانستان د مسلو حل د پاکستان په پالیسیو کې دی. هغه وايي چي که چیري پاکستان خپلو پالیسیو ته تغیر ورکړي نو د افغانستان لویه ستونزه چې بی امني ده حل کیدای شي.