د اروپايي اتحادیې د تجارت استاځی وايي چې د ۲۷ هیوادونه دغه اتحادیه غواړي چې د امریکا سره خپلو مزکراتو ته ادامه ورکړي چې د سوداګرۍ په برخه کې د دواړو خواوو ترمنځ تفاوتونه حل شي- هغه تفاوتونه چې په نتیجه کې یې امریکا د اروپا څخه پر ټولو وارداتو باندې د ۳۰ فیصده تعارفې اعلان کړی دی.
ښاغلي ټرمپ دغه ۳۰ سلنه تعارفه د شنبې په ورځ د یوه لیک په ترڅ کې چې د اروپايي اتحاد مشر اورسلا ون دیر لین ته یې ولېږله، اعلان کړه، او پر خپل ټولنیزې شبکې ټروډ شول یې هم دغه خبره خپره کړه. ښاغلي ټرمپ وویل چې دغه تعارفه به پر اورپايي اتحاد باندې د اګست د لومړۍ نېټې څخه نافذ شي او هدف یې دا دی چې د اورپايي اتحاد سره د امریکا د سوداګرۍ په برخه کې کسر راکم کړي. اروپايي اتحاد د امریکا یو له غټو سوداګریز ملګرو په ډله کې حسابېږي.
د اروپايي اتحاد د سوداګرۍ استاځي ماروس سیفکوېک چې پرون د دوشنبې په ورځ یې په بروسل کې د خبریالانو سره خبرې کولې ویې ویل چې هغه ددې تصور هم نشي کولای چې د امریکا سره یوې هوکړې ته د رسیدو په موخه د زړه له کومې هڅو پرته، دغه مزاکرات پرېږدي.
نوموړي زیاته کړه چې اروپايي اتحاد په عین حال کې باید هر ډول پایلو ته چمتو واوسي چې په کښي ،، د بالمثل اقداماتو ترسره کول هم شامل دي چې زمونږ د اټلانټینک د سیمې په اړیکو کې تعادل رامینځ ته کړي.،،