ولسمشر ټرمپ د اوکراین د استقلال په مناسبت لیک کې اوکراینیان زړور بللي

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ

په داسې حال کې چې د اوکراین خلک له پخواني شوروي اتحاد څخه د خپل استقلال د اخیستو ۳۴م کال نمانځي، د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ اوکراینیان «زړورو» بللي دي.

د پخواني شوروي اتحاد څخه دا بیلتون په ۲۰۲۲ کال کې په اوکراین باندې د روسیې په یرغل او بشپړې جګړې بدل شو.

ولسمشر ټرمپ د اوکراین ولسمشر ته په یو لیک کې، چې د یکشنبې په ورځ یې خپل استقلال نمانځه، خپلې نیکې پیرزوینې وړاندې کړې او لیکلي یې دي چې اوکراینیان «نه ماتېدونکې روحیه» لري او ډېرو خلکو ته یې انګیزه ورکړې ده.

ولسمشر ټرمپ په دغه لیک کې، چې ولسمشر زیلینسکي د خپل ایکس په حساب کې خپور کړی، لیکلي دي: «په داسې حال کې چې دا ورځ نمانځئ، متحده ایالتونه ستاسو د مبارزې درناوی کوي، ستاسو د سرښندنو درناوی کوي او د یو خپلواک ملت په توګه ستاسو په اینده باندې باور لري.»

ولسمشر ټرمپ بیا په اوکراین کې د جګړې په ختمولو، چې دی یې «بې ځایه وژنې» بولي، ټېنګار کړی. هغه ویلي دي چې متحده ایالتونه د داسې جوړ جاړي ملا تړي، چې دایمي او دوامدارې سولې ته لار پرانیزي، د وینې تویول بند او د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا او حیثیت خوندي کړي.

ولسمشر زیلینسکي د خپل ایکس په پوست کې د ولسمشر ټرمپ څخه مننه کړې، چې د هغه په خبره د «تر ټولو ارزښتناک- استقلال، ازادي او تضمین شوې سولې» څخه د دفاع لپاره له اوکراین سره اوږه په اوږه درېدلی.

زیلینسکي لیکلي دي: «موږ باور لرو چې په یو ځای کار کولو سره دا جګړه ختمولای شو او د اوکراین لپاره رښتینې سوله راوستلای» شو.

ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې هڅه کوي په اوکراین باندې د روسیې د درې نیم کلن یرغل د ختمولو لپاره، د ولادیمیر پوتین او ویلادیمیر زیلینسکي ترمنځ غونډه برابره کړي.