د ایران د اټومي پروګرام په سر د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د پیلېدو احتمال

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ټامي پیګاټ وویل تمه کیږي چې د ایران سره د اټومي خبرو اترو بل پړاو "ډیر ژر" ترسره شي. پیګټ دا څرګندونې پرون پنجشنبې وکړې، چې د واشنګټن له خوا لومړۍ اشاره وه چې د امریکا او ایراني چارواکو ترمنځ د خبرو اترو د شپږم پړاو پلان شته.