په یمن کې د حوثي یاغیانو له لوري د ملګرو ملتونو د کارکونکو نیول کیدل

د یمن د هیواد نقشه او پکې د حوثیانو تر ولکې لاندې سیمې

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د ملګرو ملتونو د هغو کارکوونکو نیول کیدل په کلکه غندلي دي چې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثیانو یاغي ډلې په یمن کې نیولي دي.

د حوثیانو ډلې ژمنه کړې وه چې د اسرائیل له خوا د پنجشنبې د ورځې هغو بریدونو غچ به اخلي چې په کې ددوې د حکومت لومړی وزیر او د حکومت نور لوړپوړي چارواکي ووژل شول.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش هم دغه نیونې وغندلې.

هغه د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په خپل حساب کې لیکلي دي: «زه په کلکه د حوثي چارواکو لخوا ددوي تر ولکې لاندې سیمو کې د ملګرو ملتونو د لږ تر لږه ۱۱ کارکوونکو بې‌دلیله توقیف غندم،»

ګوتریش غوښتنه وکړه چې دغه کارکوونکي باید سملاسي او بې‌قید او شرطه خوشې شي.
نوموړي همدارنګه د ملګرو ملتونو د هغو نورو ټولو کارکوونکو، نړیوالو او ملي مرستندویه مؤسسو، مدني ټولنو، او د دیپلوماتیکو ماموریتونو د غړو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه، چې د ۲۰۲۴ کال د جون میاشتې راهیسې حوثیانو نیولي دي، او هغه کسان چې لا هم د ۲۰۲۱ کال راهیسې د حوثیانو په بند کې دي.

د یمن لپاره د ملګرو ملتونو استازي، هانس ګرنډبرګ په یوې اعلامیه کې وویل:
«زه په صنعا او الحدیده کې د (حوثیانو) لخوا د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د بې‌دلیله نیول کیدو اقدام، په زور د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ننوتلو، او د ملګرو ملتونو د شتمنیو قبضه کول غندم.»

دا غبرګون وروسته له هغې خپریږي چې د یمن حوثي یاغیانو د یکشنبې په ورځ په پلازمېنه صنعا او لوېدیځ ښار الحدیده کې د ملګرو ملتونو لږ تر لږه ۱۱ کارکوونکي ونیول.

د پنجشنبې په ورځ د اسرائیل په بریدونو کې د حوثي یاغیانو د حکومت لومړی وزیر او ځینې نور لوړپوړي چارواکي ووژل شول او هغوی هم د ایران تر ملاتړ لاندې د دغو بریدونو په ځواب کې د نیولو لړۍ پیل کړې.