جرمني وايي چې د یکشنبې په ورځ یې د خپل هوایي ځواک د جنګي الوتکو د پورته کولو امر ځکه وکړ چې د جاسوسۍ په تور هغه روسۍ الوتکې تعقیب کړي چې په نامشخص ډول یې د بالټیک سمندر پر سر پرواز کاوه.
د جرمني هوایي ځواک ویلي، د جرمني دوه یوروفایټر جنګي الوتکې د روسیې IL-20 الوتکې د څار لپاره واستول شوې، چې نه یې د الوتنې لاره ورکړې وه او نه یې هم د کنټرول له برج سره تماس نیولی و.
د هوایي ځواک په اعلامیه کې راغلي: "تر پېژندنې وروسته، موږ د الوتکې د بدرګې مسؤلیت خپلو د ناټو سویډني شریکانو ته وسپاره."
دغه عملیات، چې له کومې پېښې پرته پای ته ورسېدل، د روسیې د پوځ د هغو څو وروستیو پېښو په دوام کې کیږي چې د ناټو او اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو په فضایي حریم کې ډرونونه او الوتکې کشف او لیدل شوې دي.
د جمعې په ورځ، استونیا وویل چې درې روسۍ الوتکې د ۱۲ دقیقو لپاره د دوی فضایي حریم ته پرته له اجازې ننوتلې وې.
د ناټو لپاره د امریکا ماموریت په ایکس ټولنیزې شبکې کې لیکلي دي: "موږ د روسیې له خوا د استونیا د فضایي حریم نقض په کلکه غندو. موږ له خپلو استونیايي متحدینو سره کلک ولاړ یو او د ناټو د بشپړ قلمرو څخه به په پوره قوت دفاع وکړو."
کله چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه په دې اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل چې د پېښې په اړه معلومات ورته ورکول کېږي او زیاته یې کړه: " دا کار زما نه خوښیږي، دا ممکنه ده چې لویه ستونزه جوړه کړي، خو وروسته به درته ووایم."
استونیا د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډه غوښتې، چې دا موضوع وڅېړل شي.
د جمعې د ورځې پېښه تر هغې وروسته شوې چې روسۍ ډرون الوتکې د پولینډ او رومانیا فضا ته هم ننوتې وې.
د روانې میاشتې په پيل کې، ځینې روسي ډرونونه د پولینډ فضایي حریم ته تر ننوتو وروسته وویشتل شول.
وارسا دا یرغل د "تېري عمل" وباله، چې د روسیې له خوا پر اوکراین د بریدونو په لړۍ کې شوی و.
څو ورځې وروسته، د رومانیا د دفاع وزارت وویل چې یوه روسۍ ډرون الوتکه د ۵۰ دقیقو لپاره د رومانیا فضایي حریم ته ننوتې وه، او وروسته بیرته د اوکراین پر لور ورغلې وه.