د اسرائیلو دفاعي ځواکونه وایي د لبنان په جنوب کې یې د حزبالله ترهګرې ډلې پر پوځي تاسیساتو پراخ هوايي بریدونه ترسره کړي.
دا بریدونه، چې د سپتمبر د اتلسمې نه پیل شول، مخکې له مخکې ورکړل شویو خبرداریو نه وروسته ترسره کېږي.
د IDF هوايي بریدونه د حزبالله د لومړۍ کرښې پر ځواکونو چې د "رضوان ځواک" په نوم یادېږي او ددوي د وسلو پر زیرمو تمرکز کوي.
د اسرائیلي پوځ اعلامیه وایي:
"د حزبالله ترهګره ډله هڅه کوي چې په جنوبي لبنان کې خپلې ترهګرې شبکې بیا فعالې کړي، په ځانګړي ډول د رضوان ځانګړي ځواکونه، چې موخه یې اسرائیلو ته زیان رسول دي."
دا بریدونه وروسته له هغې تر سره کیږي چې د پنجشنبې په ورځ، د اسراییلو تر اشغال لاندې لویدیځې غاړې او اردن ترمنځ په الانبي پر پولې باندې وژونکی برید وشو چې پکې لږ تر لږه دوه کسان ووژل شول.
د اسرایيلي پوځ په وینا، بریدکوونکی له اردن څخه د بشري مرستو په یوې لاری کې راغلی و او د غزې تړانګې لپاره یې مرستې وړلې.
ددې تر څنګ د اسراییلو پوځ د حماس د استخباراتو د یوه چارواکي د وژل کېدو خبر هم ورکړی.
د اسراییلو پوځ د جمعې په ورځ د سپتمبر ۱۹مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې محمد یوسف ابو الخیر، د حماس د استخباراتو یو لوړپوړی چارواکی، د اسراییلي ځواکونو په وروستیو بریدونو کې د غزې په شمال کې وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ابوالخیر په غزه کې د اسراییلي ځواکونو پر ضد بریدونو کې لاس درلود.
د اسراییلو پوځ همداراز ویلي چې عملیات یې په غزه ښار کې روان دي او د تیرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې یې له ۱۰ زیات د حماس جنګیالي وژلي او د دغې ډلې له ۲۰ زیاتې قرارګاوې او بنسټیزې ودانۍ یې په ټول غزه کې له منځه وړي دي.
د اسراییلي ځواکونو نظامي عملیات دا مهال د غزې ښار، خان یونس او رفح په سیمو کې د حماس ډلې پر ضد روان دي.
جګړه په غزه کې وروسته له هغه پیل شوه چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د حماس وسلهوالو پر اسراییل برید وکړ او تر ۱۲۰۰ زیات کسان یې ووژل، او شاوخوا ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.
په تازه پرمختګ کې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغې پرېکړهلیک ته چې غوښتنه یې کوله د غزې لپاره "فوري، بې قید او شرط او دايمي" اوربند وشي، د امریکا متحدو ایالاتو ویتو وکړ. څلورو دایمي او لسو غیر دایمي غړو د امنیت شورا یادې پرېکړې ته مثبته رایه ورکړه.
که څه هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هڅه ونشوه کولای چې د غزې جګړه پای ته ورسوي، ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو سازمان راتلونکې سې شنبه، د نړۍ د مشرانو د عمومي اسامبلې د غونډې پر مهال، د غزې په اړه د لوړې کچې غونډه وکړي.
امریکا له وړاندې اعلان کړی چې په دغه غونډه کې به ګډون ونه کړي.
تر دې دمه د نړیوالو هڅو سره سره، جګړه په غزه کې نه ده پای ته رسېدلې.