د متحدو ایالتونو او پاکستان تر منځ د همکاریو هوډ

د امریکا د متحدو ایالتونو او پاکستان بیرغونه

د امریکا متحده ایالاتو له لوري د پاکستان ولس ته د هغوی د خپلواکۍ د ورځې مبارکي وړاندې شوه. د اګست په ۱۴مه نېټه، پاکستان خپل د ازادۍ ورځ لمانځي، او د دې مهمې ورځې په مناسبت، واشنګټن له اسلام‌اباده سره د اوږدمهالې ملګرتیا ستاینه کوي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت له خوا د امریکا په استازیتوب، د مبارکۍ یو پیغام خپور شو چي وایي "موږ د پاکستان خلکو ته د دوی د خپلواکۍ د ورځې له امله خپلې ګرمي مبارکۍ وړاندې کوو. موږ د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او سوداګریز تعامل او اړیکو په برخه کې د پاکستان ژمنتیا ستایو."

په دغه پیغام کې زیاته شوې ده چې متحده ایالتونه غواړي د پاکستان سره په نویو اقتصادي برخو کې همکاري نوره هم پراخه کړي، څو د مهمو کانونو، هایدروکاربونز (هایډروکاربن موادو) او نورو پراخو سوداګریزو همکاریو په برخه کې شراکت ته پراختیا ورکړي.

د امریکا د باندنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دا ډول ملګرتیاوې به د دواړو هېوادونو، پاکستان او امریکا لپاره د یوه روښانه او باثباته راتلونکي سبب وګرځي.

تر دې مخکې د ترهګرۍ ضد همکاریو په لړ کې د امریکا او پاکستان ترمنځ تازه مذاکرات د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۱۲مه نېټه په اسلام‌اباد کې ترسره شول، چې پکې دواړو هېوادونو، د ترهګرۍ د ټولو بڼو پر ضد، پر خپلې ګډې ژمنتیا بیا ټینګار وکړ.

ددې خبرو اترو مشري د امریکا د باندنیو چارو په وزارت کې د ترهګرۍ ضد چارو سرپرست همغږي کوونکي، ګریګوري ډي لوګر‌فو، او د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان ځانګړي استازي نبیل منیر په غاړه درلوده.

دواړو پلاویو د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د مؤثرو ګامونو پر اوچتولو ټینګار وکړ چې پکې د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA)، داعش-خراسان (ISIS-K) او تحریک طالبان پاکستان (TTP) له لوري د رامنځته شویو ګواښونو په وړاندې د اغیزمنې مبارزي بحث هم پکې شامل و.