د نوي پوپ د ټاکل کېدو غونډه

Catholic cardinals prepare to enter the papal conclave to choose a successor to Pope Francis, who passed away in April.

د کاټولیک مسیحیت مذهبي مشران یا کارډینالان، په روم کې سره راغونډيږي چې د واټیکان په سېسټن چپل کې د یو نوي پوپ د ټاکنې دپاره لومړۍ دور رایه ورکړي.

په څه باندې یوه لسیزه کې، دا د پوپ یا د کاټولیکو مسیحیانو د ستر مذهبي مشر د ټاکنې لومړنۍ غونډه ده چې د چهارشنبې په ورځ پیلېږي. د ټاکنې په دغې محرمانه غونډې کې دا ځل ۱۳۳ کارډېنالان یا مذهبي مشران برخه لري چې په تاریخ کې د شمېر د زیاتوالي له اړخه پخپل ډول کې بېسارې غونډه ده.

کارډينالان معمولآ په داسې غونډو کې په څلورو ورځو کې، څلور پړاوه سري یا پټې رایې ورکوي، تر هغو چې دوه په درېیمه برخه اکثریت یې د یو کاندید په ټاکنې سلا شي او هغه د نړۍ د یو اعشاریه څلورو میلیارډو کاتولیکانو مذهبي مشرتابه ته وټاکل شي.

تر دې وړاندې د دوو مخکېنیو پوپ مشرانو د ټاکنې غونډې په دوه ورځو کې نتیجو ته رسېدلې وې.

د ټاکنې د غونډې په دوران کې، کارډينالان یا مذهبي مشران د بهر سره د هر راز اړیکو ټینګولو نه منعه وي. د هر وار رایې ورکولو وروسته، کارډینالان اچول شوې رایې په یوه بخارۍ کې سوځوي، چې په پایله کې یې د دودکش څخه بهر تور لوګی وځي. کله چې کارډینالان په یو کاندید سلا شول او پوپ وټاکل شو، بیا نو بهر د دودکش څخه سپین لوګی وځي چې د فیصلې اعلان څرګندوي.

په دې ټاکنیزه غونډه کې چې دا ځل هرڅوک وټاکل شي، هغه به د فقید پوپ فرانسېس ځایناستي شي. پوپ فرانسېس تېره میاشت د ۸۸ کلونو په عمر مړ شو.