خدای نور ناصر له تېرې یوه نیمې لسیزې راهیسې په پاکستان او افغانستان کې د نړۍ له یو شمېر معتبرو رسنیو سره په پښتو، انګلیسي او اردو ژبو کې خبریالي کړې ده. اوس د یوه ازاد خبریال او مستند فلم جوړوونکي په حیث په سیمه کې کار کوي.
په پېښور کې د قیمتي ډبرو سوداګر وايي، له هغه راهیسې چې په افغانستان کې طالبان بیاواکمن شوي، له افغانستان څخه پېښور ته د قیمتي ډبرو لېږد ۸۰ سلنه کم شوی دی.
د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې د افغان کډوالو د یو کمپ اوسېدونکي وايي چې ځايي مقاماتو یې په سلګونو کورونه ورنړولي او دوی ته یې خبرداری ورکړی چې د روانې میاشتې تر پایه له دغه ځای څخه ووځي.
د پاکستان پایتخت اسلام اباد کې د سبزي منډيي یو شمېر کارکوونکي وايي له هغه راهیسې چې پولیسو د افغان کډوالو د نیولو عملیات پیل کړي، په دغه منډيي کې کاروبار سوړ شوی دی.
د پاکستان پایتخت اسلام اباد ته څېرمه د باره کهو په سیمه کې مېشت افغان کډوال وايي، له تېري اونۍ راهیسې دلته د افغان کډوالو پر ضد د پولیسو عملیات پیل شوي او په لسګونو افغانان یې نیولي دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د تورخم دروازه د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۱۲ (وږي ۲۱) د اوومې ورځې دپاره هم تړلې او د کرښې دواړو غاړو ته بند پاتې خلک د ستونزو څخه شکایت کوي.
په پېښور کې د طالبانو د حکومت جنرال قونسل حافظ محب الله وايي، که څه هم علم پر نر او ښځه دواړو فرض دی، خو طالبانو پتېیلې ده چې لومړی هلکان وروزي او د نجونو د زده کړې دپاره به په راتلونکي کې زمینه برابره کړي.
د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې ګڼ شمېر هغو افغانو کورنیو احتجاج کړی چې له تېرو دوو کلونو هلته د امریکايي پي۱ او پي۲ ویزو ته منتظر دي.
د افغانستان مشهور خواړه قابلي پلو د پاکستان د لویو ښارونو په رستورانتونو کې عام شوي او ځايي خلک ورته لیوالتیا ښيي.
په افغانستان کې د جمهوریت د نظام د ړنګېدو او طالبانو د بیاواکمنيدو د دویمې کلیزې په مناسبت د سه شنبې په ورځ اګست ۱۵ (زمري ۲۴) د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې یو شمېر افغانانو احتجاج کړی او د طالبانو حکومت یې د بشر، ښځو او ماشومانو له حقونو په سرغړونه تورن کړی دی.
په غزني ولایت کې طالب چارواکو له ۱۸ کلونو کم عمر لرونکو کسانو باندې د موټرسایکل په چلولو بندیز لګولی دی.
په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي، د پاکستان د مقاماتو هغو څرګندونو سخت اندېښمن کړي چې وايي، په دغه هېواد کې په ترهګریزو بریدونو کې افغانان لاس لري.
ګودر ځاځی ځوان افغان سندرغاړی دی او د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته يې افغانستان پرې ایښی. ښاغلی ځاځی وايي، له وطنه لرې یې اخترونه بېخي د وطن د اخترونو په څېر نه دي. زموږ همکار خدای نور ناصر د اختر په هکله ورسره بنډار کړی دی
د ژغورنې نړیواله کمېټه (ای ار سي) وايي، په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو د خوندیتوب دپاره هلې ځلې کوي خو د نړیوالو مرستو کمېدو د بشري مرستو ددغې نړیوالې موسسې هلې ځلې ټکنۍ کړي دي.
د پېښور د خراسان کمپ استوګن یو شمېر د پاخه عمر افغانان وايي، د ژوند ډېره برخه یې د کډوالۍ په خواریو کې تیره شوه او هیله لري چې په افغانستان کې سوله راشي او پاتې ژوند په خپل وطن کې تیر کړي.
د افغانستان ځوان سندرغاړی میرخان مقری وايي ماشومتوب یې په پېښور کې له خپلې کورنۍ سره په ډیرو سختیو کې تیری کړی دی.
افغان سندرغاړی ضیا سحر د لسګونو نورو افغان سندرغاړو په څېر پاکستان ته کډه شوی، وايي په دغه هېواد کې له ستونزو سره مخامخ دی.
طالبانو د خپلو ځينو مشرانو دفترونه له کابل څخه کندهار ته لېږدولي او له بهرنیو میلمنو سره یې د کابل پر ځای په کندهار کې ملاقاتونه کړي دي. شنونکي وايي د واک ددغه لېږد په اړه د طالبانو مشران په خپلو کې اختلاف لري.
د خیبر پښتونخوا په سوات کې پښتنو ملتپالو او د سیمې نجونو د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې د تعلیم دروازې ژر تر ژره پرانیزي.
چین او پاکستان اعلان کړی چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (سي پیک) د میلیاردونو ډالرو پروژه افغانستان ته غځوي.
د پېښور په نمک منډيي کې د کړاهي او کباب د رسټورانټونو چلوونکي وايي، هلته تر ډېره د افغانستان څاروي راوړي، ځکه چې د دوی په خبره غوښه يې د نورو سیمو تر څارویو ډېره خوږه ده.
نور پورته کول