د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ اوسیدونکې تاج بي بي، د پنځو بچیانو مور ده چې څلور ځلې واده شوې، خو درې میړونه یې په عسکرۍ کې وژل شوي دي.
د مهاجرینو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمیشنر وايي په پاکستان کې زیاتره افغان مهاجرین خپل هیواد ته ستنیدل غواړي، خو په افغانستان کې د نا امنۍ له امله نه ستنیږي.
یو شمیر سیاسي گوندونه او جهادي مشران وايي چې د انتخاباتوا وسنې سیستم ناقص دی، باید بایومتریک سیستم استعمال شي. مونږ د نوي ملي جبهې د رهبرۍ د شورا د غړي وحیدالله غازي خیل سره مرکه کړیده.
په سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ سلو دیني عالمانو په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه او د مسلمانانو وژل حرام وبلل او په پدې هیواد کې یې جګړه وغندله.
د ناټو عمومي منشي طالبانو ته په خطاب کې ویلي دي چې جنگ نشی گټلئ. د نړیوالو سیاسي چارو کارپوه انتظار خادم سره مو مرکه کړیده.
په افغانستان کې د اوبو کمی او د نفوسو زیاتیدل د تشویش وړ مسله ده .
ميرمن مزاري وايي،غواړي د خلکو د پوهاوي د کچې لوړوالي او اقتصادي پیاوړتيا لپاره به ډيرکار وکړي.
د شنبې په ورځ د پارلمان او ولایتي شوراگانو کاندیدان خپل نومونه ثبتوی. د پارلمان کاندید باید زر، رای ولري، او د ولایتی شوراگانو کاندید باید دوه سوه رای ولری او د رای ورکوونکو تذکزې وښیی چې د کاندیدو مستحق شی.
د یونما تازه رپوټ وایي د امنیت نه علاوه، اداري فساد، د افغانستان مشکل دی، او پارلمان هم د فساد په مخنیوي کې خنډ دی.
سمیع یوسفزې: په دوه زره یوولسم کال د می د میاشتې په دویمه، په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن د وژل کیدلو نه پس، القاعده، ډیره کمزورې شویده، خو محوه شوی نده.
د افغانستان ولسي جرگه وايي یو شمیر دیپلوماتانو حتی دولسم صنف هم نه دی ویلی
افغانانې د کورنۍ نه نیولې، په ټولنې کې په سیاسی، نظامي، امنیتي، اقتصادي اواجتماعي چارو کې په مستقیم او غیر مستقم ډول فعالې وې، او اوس هم دي.
د افغانستان د سوداگرۍ او د صنایعو د خونې مسول خان جان الکوزی وايي سږکال خو یواځي گمرکي محصول، دری اویا ملیارده افغانی شویدی.
پاکستان کې د افغان مهاجرینو د چارو پخوانی مسول او افغان دیپلومات مصري خان مومند سره مرکه
ددې موجوده بحران نه د افغانستان د وتلو یوه لاره، ملي عنعنوي جرگه ده. یو شمیر ځوانان، قومي مشران او سپین ږیري د ښاغلي حامد کرزي ددې نظر ملاتړ کوي.
د جوزجان پخوانی والي، احمد ایشچي د ابتدائيه محکمې په فیصلې اعتراض کړیدی. ابتداییه محکمې د چارشنبې په ورځ د افغانستان د جمهورریس مرستیال جنرال دوستم اته تنه محافظان په غیاب کې محاکمه کړل، هر یو یې په اتو کالونو بند محکوم کړل.
نور پورته کول