سالمین خپلواک په کال ۲۰۱۴ کې د قاید اعظم پوهنتون اسلام آباد څخه په تاریخ کې ماستري کړې ده. په بلوچستان پوهنتون کې یې پښتو ژبه او ادبیات لوستي دي. د ۲۰۲۲ کال راهیسې له امریکا غږ ډیجیټل برخې سره همکاري کوي.
د بلوچستان په لورلایي پوهنتون کې پښتانه محصلین وایي چې هغوی په ټولګيو کې له لېکچر وروسته چې 'عموما په انګلیسي او اردو' ژبو وي، هغه بیا په خپلو منځونو کې په پښتو ژبه تکراروي، ترڅو په ښه توګه ورباندې پوه شي. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک په مورنۍ ژبو کې د زده کړو په ارزښت دغه رپوټ رالیږلی دی.
د بلوچستان په پښتون میشته سیمه 'قلعه سیف الله' کې یو شمېر ځایي کروندګر وایي چې افغانستان ته د افغان کډوالو په جبري ستنولو سره د هغوی کار سخت اغېزمن شوی. کروندګر وايي، چې ځايي خلک د افغان کډوالو په څیر د کرهنې او کروندې په چارو کې د پام وړ تجربه نلري. سالمین خپلواک - د امریکاغږ
د چمن پرلت والو د نومبر له شلمې د چمن او سپین بولدک لویه لاره د هر ډول کاروباري او تجارتي لاریو پر وړاندې تړلې ده. پر دغې لویې لارې د بند پاتې لاریو چلوونکي وایي چې د خوراک او څښاک لګښت ورسره خلاص شوی دی. نور حال د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک په راپور کې:
په چمن کې پرلت وال او ډېری کسبګر وایي چې د نومبر له لومړۍ نېټې څخه افغانستان ته پر پاسپورټ د تګ راتګ پرېکړې د چمن د خلکو اقتصاد ته ستر تاوان رسولی. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک په چمن کې له یو شمېر کسبګرو سره لیدلي او د هغوی پر ستونزو یې راپور رالېږلی.
د بلوچستان په پښتون میشته سیمه ژوب کې یو شمېر ځوانانو د هغو ماشومانو لپاره د وړیا زده کړو هڅې پېل کړي، چې د تعلیم پرځای په کار او مزدورۍ بوخت دي. دغه ځوانان وايي که چیري لوستي خلک په خپل ګاونډ کې داسې هڅې پېل کړي، نو شونې ده چې په دغه ایالت کې د نالوستو ماشومانو شمېر راټېټ شي.
د چمن خلک ادعا کوي چې اغزن تار غځول د هغوی عادي ژوند اغېزمن کړی دی. دوی وايي، چې د اغزن تار له غځولو څخه وروسته افغانستان ته پر پاسپورټ د تګ راتګ پرېکړې دوی له یو شمېر ستونزو سره مخامخ کړي. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک پر پوله میشتو خلکو سره خبرې کړي.
د بلوچستان په پښتون میشته سیمه لورلایي 'بوري' کې یو ځایي انځورګر د سیمې د ځوانانو او ماشومانو لپاره په شخصي لګښت سره یو نندارتون پدې موخه تنظیم کړی، چې د سیمې ځوانان او ماشومان هنر ته وهڅوي. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک پرې راپور چمتو کړی.
د لورلایي پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګې ښوونکي وایي، چې د هغوی څانګې په لنډ وخت کې پښتو ژبې ته ډېر کار کړی. هغوی زیاتوي چې د پښتو ژبې او پښتو ادبیاتو لوړو زده کړو ته د ځوانانو لېوالتیا ورځ تر بله په ډېرېدو ده. سالمین خپلواک پرې راپور چمتو کړی.
د بلوچستان په پښتون میشته سیمه قلعه سیف الله کې د موټرو د پلور زیات شمیر کاروباریان وایي چې بیرته افغانستان ته د افغان کډوالو په ستنېدو سره د هغوي پر کاروبار بد اغېز پرېوتی او ډیرو یې له اونیو راهیسې کوم موټر ندی خرڅ کړی. سالمین خپلواک - امریکا غږ
حیدر علي د کویټې مري آباد اوسېدونکی دی. هغه د سوداګرۍ د پوهنځي محصل دی او د زده کړو سربیره یې د ټوکیو څراغ په نوم د څراغونو د تولید یو کاروبار هم پيل کړی. علي دا مهال په کویټه کې د مالټو هټۍ له لارې نه یواځې پیسې ګټي بلکې خپل کاروبار ته هم له دې لارې اعلانونه خپروي.
د پاکستان د بلوچستان ایالت د لورلایي د بورې سیمې اوسېدونکی خالق خاطر په لورلایي کې په یو دولتي ښوونځي کې ښوونکی دی. هغه وایي په ښوونځي کې په وړیا توګه یې پدې فکر انځورګري کړې چې ماشومان ښوونځي ته له تګ څخه خوند واخلي. سالمین خپلواک - امریکاغږ
د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو په جبري توګه د ایستلو لړۍ له پیلېدو سره په کویټه کې ډېری ځوانانو خپل جدي غبرګون ښکاره کړی. سالمین خپلواک د کویټې ځینو ځوانو محصلینو سره خبرې کړي دي.
د "پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند" مشر خوشحال خان کاکړ د ډیسمبر پر دویمه نېټه په قلعه سیف الله کې د ګوند په یوه غونډه کې د پاکستاني چارواکو لخوا د افغان کډوالو ځورول غندلي او ویلي یې دي چې دوی ته افغانستان ته پر پاسپورټ د تګ راتګ په هکله د اسلام اباد پرېکړه د منلو وړ نده. سالمین خپلواک - امریکا غږ
د افغان کډوالو شړلو او پر پاسپورټ افغانستان ته د تګ راتګ پر ضد، او د چمن پرلت په ملاتړ کې په لورلایي کې د پښتون ملتپاله ګوندونو له خوا ګډ احتجاجي لاریون او غونډه ترسره شوه. خو بلخوا پاکستاني چارواکي بیا وايي چې اقتصادي او امنیتي ستونزو ته په کتو یې دغه پریکړه کړې ده. سالمین خپلواک - امریکا غږ
په کوزې پښتونخوا کې ډېر پښتانه هنرمندان خوشحاله دي چې ټولنیزو رسنیو نه یوړاځې هغوی مشهور کړي بلکې اوس هغوی په ټولنیزو رسنیو کې خپلې پاڼې لري. د ټولنیزو رسنیو د عام کیدو څخه دمخه دغه هنرمندان ګیله من وو چې د پاکستان په سنیما کې ورته موقع نه ورکول کېده. سالمین خپلواک - امریکا غږ
د بلوچستان د پښتون میشته سیمې لورلایي اوسېدونکې ملاله ناصر د انځورګرۍ ترڅنګ په "ګرافکس ډيزایننګ" کې انلاین زده کړې ترلاسه کوي، چې ترڅو خپلواکه او روښانه راتلونکی ولري. د امریکا غږ خبریال، سالمین خپلواک ورسره خبرې کړي.
د بلوچستان د لورلایي په کټوۍ کمپ کې میشت ډېر افغان کډوال وایي د قانوني اسناد درلودولو برسېره، د وېرې او بې باورۍ ژوند تېروي. دوی وایي چې د ژمي له تېرېدو وروسته افغانستان ته ستنېږي.
د پښتو ادبي غورځنګ شل کلن یون پداسې وخت کې په کویټه کې نمانځل کېږي، چې پښتو ژبه لا تر اوسه په تعلیمي نصاب کې نده شامله شوې. فعالان وایي ښایي د داسې ادبي غورځنګونو په زیار سره د پښتو ژبې ادب په کوزه پښتونخوا کې د ریاستي سرپرستۍ پرته مخ په وړاندې ولاړ شي.
د بلوچستان په پښتون میشتو سیمو کې له چغاکې یا سارنګي سره د غاړو "بانډارونه" لا اوس هم دود دي، چې نه یواځې ځوانان بلکې، د کلي ماشومان هم ګډون پکې کوي. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک پرې ویډیو را لېږلې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ تر نظارت لاندې د چمن ځوانانو او مشرانو له چمن څخه تر کویټې پلی مزل پېل کړی. د یو شمېر غوښتنو ترڅنګ، دغه کاروان پر پوله پرتو ولسونو ته د ازاد تګ راتګ او د افغان کډوالو ځورولو ته د پای ټکي اېښودلو غوښتنه هم کوي.
نور پورته کول