سالمین خپلواک په کال ۲۰۱۴ کې د قاید اعظم پوهنتون اسلام آباد څخه په تاریخ کې ماستري کړې ده. په بلوچستان پوهنتون کې یې پښتو ژبه او ادبیات لوستي دي. د ۲۰۲۲ کال راهیسې له امریکا غږ ډیجیټل برخې سره همکاري کوي.
په کویټې کې میشت افغان کډوال حکمت الله چې د بې وزلۍ له کبله له لوړو زده کړو څخه بې برخې پاتې شوی، هوډ یې کړی چې خپله پوهه نورو بې وزلو افغانانو ته انتقال کړي. هغه اوس په خپل کور کې هغو افغانانو ته وړیا زده کړې ورکوي چې په سختو مزدوریو بوخت دي. سالمین خپلواک - د امریکا غږ
ټولنیزې رسنۍ ښایي یو شمیر ځوانانو ته د کار او نفقې ګټلو زمینه برابر کړي وي، خو د افغانستان او کوزې پښتونخوا ډېرو ځوانانو لا تر اوسه له دغو رسنیو څځه پوره اقتصادي ګټي نه دي ترلاسه کړي.
د بلوچستان پښین 'سرانان' کډوالو کمپ کې یو شمېر افغان کډوال، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې او د پاکستان د حکومت لخوا د ورکړل شوي کارت د مودې ختمېدو ته اندېښمن دي. نور حال د امریکا غږ خبریال، سالمین خپلواک په رپوټ کې.
د اختر په اوومه ورځ لا هم ځینې افغانان د اختر دودیزې میلې نمانځي. د کویټې ګڼو نورو پارکونو په څیر په "عبدالرزاق دوتاڼي پارک" کې ځینې ماشومان او ځوانان بیلابیلې دودیزې لوبې کوي او د هېواد په یاد د خند او خوښۍ شیبې سره شریکوي. سالمين خپلواک - امريکا غږ
د کوزې پښتونخوا ډېری ځوانان په کليو کې د ښوونځيو د فعاليت د نشتوالي له کبله ښارونو ته مخه کوي. همداسې د بلوچستان پښتون ميشته سيمې ژوب اوسېدونکی ديارلس کلن صابر خان کور او کلی پړېښودلی او په ژوب بازار کې په مزدورۍ کولو سره د خپل ورځني لګښت او زده کړو لپاره معاش برابروي. سالمېن خپلواک -امریکاغږ
د ژوب په حکومتي کالج کې یو شمېر ښوونکي او محصلین د نوي درسي نصاب څخه سرټکوي او وايي چې دوی یې له ستونزو سره یې مخامخ کړي دي. بلخوا ښوونکي وايي چې دوی ته باید د نوي نصاب په اړه روزنه ورکړل شي، ترڅو محصلین وکړای شي خپلې زده کړې بشپړې کړي. سالمین خپلواک - امریکا غږ
پاکستان ته په تشو لاسونو راکډه شويو افغانانو د کډوالۍ پر مهال له ځان سره یواځې یوه جوړه جامې راوړې وې، خو له سختو هلو ځلو وروسته دوي اوس د ازادو کاروبارونو څښتنان دي. ځایي خلک د کډوالو منندویه دي چې نه یوازې د دوي د سیمې اقتصاد یې پیاوړی کړی، بلکې ځایي خلک یې د کرهڼې له نویو هنرونو سره اشنا کړل.
د کویټې په 'انسکمب سړک' د جوس پلورنکي دغه افغان کډوال سره له دې چې تنکي ځوان دي، خو د خپلې کور نفقې برابرولو د دروند مسوولیت له کبله ښوونځیو ته له تګ څخه بې برخې شوی دي. کشری ورور یې وایي چې ډیره مینه لري طب ولولي او د ډاکټر په توګه د ټولنې خدمت وکړي. سالمین خپلواک - امریکاغږ
د بلوچستان په پښتون میشتو سیمو کې د ځوانانو لخوا په خپل مټ د کتابتونونو جوړلو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د ژوب دغه ځوانان وايي چې د حکومت لخوا کتابتونونو جوړلو ته د پام اړولو په موخه یې خپله دې کار ته ملا تړلې. د امریکا غږ خبریال، سالمین خپلواک پرې راپور چمتو کړی.
«پښتونخوا د وینې زېرمه» د پاکستان په بلوچستان ایالت کې تر ټولو لوی د وینې بانک دی چې د ولس په کومک چلېږي. د کومک د لوی ونؤې په توګه ورته ولس لخوا په اخترونو کې د څارویو څرمنې ډالۍ کیږي. د یاد خیریه بنسټ د مشر په وینا د دوي له خدماتو ټول ګټه پورته کوي، خو د وینې لویه برخه افغانانو ته ورکول کیږي.
په کویټه کې یو شمیر خځلو ټولونکو افغان کډوالو د کوټې ښاروالۍ د دفتر پروړاندې اعتراض کړی. دوی ادعا کوي چې له تیرو څو ورځو راهیسې د ښاروالۍ دفتر په امر پولیس دوی ځوروي. بل پلو د ښاروالۍ دفتر او د پولیسو چارواکي دغه تورونه ردوي او وایي چې دوی هیڅوک نه دي بندي کړي او نه یې له چا د پیسو غوښتنه کړې.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یو شمیر افغان خصوصي لیسو ښوونکي وایي چې پر کابل واکمنو طالبانو له دوی څخه د مالیې غوښتنه کړې چې د تادیه په صورت کې یې دوی مجبور دي زده کوونکو لپاره فیسونه لوړ کړي. دوي ویره لري چې د فیسونو لوړېدو سره به ګڼ ماشومان ښوونځیو ته له تللو څخه پاتې او دغه ښوونځي به وتړل شي
۲۸ کلن سعدالدين سعد په کويټه کې ميشت افغان کډوال دی. هغه د يو ځايي ملګري سره په ګډه د کويټې او پښين په ليسو کې افغان کډوال زده کوونکو ته په پاکستان او له هغه بهر د وړيا لوړو زده کړو لارې ورښيي. د هغه په وينا، هغه د "ملت د بيا رغونې په موخه" د خپل "جيب په خرڅ" دا کار ترسره کوي.
سيد حسن د بلوچستان په پښتون ميشته سيمه زيارت کې د شاتو کاروبار کوي. د هغه کاروبار په بلوچستان کې په خالصو شاتو ځکه پېژندل کېږې چې هغه پېرودونکو ته د مچيو له ګبينه تازه ا، خالځص شات ورکوي. د امريکا غږ خبريال سالمين خپلواک پرې راپور چمتو کړی.
بلوچستان کې د "تکتو کتابکور" او "کتابونه پلورنځي" لخوا په بیلابېلو سیاسي غونډو او بازارونو کې د کتابونو د خرڅلاو ځایونو جوړولو نوی دود رامنځته شوی. د کتاب مینوالو دا دود ستایلی او د کتابونو د پلورنځیو مالکان خوشاله دي چې دې دود سره د کتاب اخیستونکي ورځ تر بله په زیاتېدو دي. سالمین خپلواک - امریکاغږ
د WESS غیردولتي ادارې تر نظارت لاندې په کویټه کې د کډوالو ڼړیوال ورځې په مناسبت د افغان کډوالو او ځایي خلکو ترمنځ د ورورګلوۍ او مینې فضا رامنځته کولو په موخه پروګرام جوړ شوی و چې پکې د کډوالو ترڅنګ د پوهنتون استادانو او ګڼو شاعرانو هم ګډون کړی و. سالمین خپلواک - امریکاغږ
د کویټې د جناح سړک په «آرټ ګېلري» کې د «ولس آرټ کونسل» په کوربتوب کې د نندارتون تابیا نیول شوې چې پکې تر شاوخوا ۳۵ هنرمندانو برخه اخیستې. د دوی په وینا له دغه نندارتون څخه یې موخه د پخواني سیاستوال عثمان خان کاکړ یاد دی چې د هغه د دویم تلین په مناسبت جوړ شوی. سالمین خپلواک - امریکا غږ
عزت الله نظامي د سرانانو د افغان کډوالو په کمپ کې مېشت کډوال دی. د خپل کور ماشومانو سره په ګډه د ټوکو ټکالو ويډیوګانې جوړوي او په خواله رسنیو کې خورا مینوال لري. سالمین خپلواک کمپ ته ورغلی او خبرې یې ورسره کړي.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه "زیارت" کې یو شمېر بڼوال وایي چې اقلیمي بدلون یې د سرکیو( الوبالو) پر بڼونو بده اغېزه کړې ده. د دوی په وینا، د ګټې لویه برخه یې د سرکیو له بڼونو سره تړلې او دا ځل ورته لوی زیان رسېدلی دی.
د عوامي نېشنل ګوند د لورلايي څانګې تر نظارت لاندې يو شمېر ځوانان، سپينږي او یو۷ کلن ماشوم له لورلايي څخه تر کوټې ۲۵۵ کیلومتره مزل د احتجاج په توګه په پښو ترسره کوي. د امريکا غږ خبريال سالمين خپلواک پرې راپور رالېږلی.
نور پورته کول