سالمین خپلواک په کال ۲۰۱۴ کې د قاید اعظم پوهنتون اسلام آباد څخه په تاریخ کې ماستري کړې ده. په بلوچستان پوهنتون کې یې پښتو ژبه او ادبیات لوستي دي. د ۲۰۲۲ کال راهیسې له امریکا غږ ډیجیټل برخې سره همکاري کوي.
د بلوچستان ژوب سيمې ته چې په قدرتي ښکلا مشهوره ده، له شاوخوا سيمو څخه سيلانيان راځي. د سيلګري پدې تګ راتګ کې په ځانګړې توګه له پيښور، مردان او نورو سیمو څخه راغلیو ادیبانو سره د ځايي خلکو ادبي، هنري، سياسي، ټولنیزې او شخصي اړيکې لا غوړیږي. سالمین خپلواک د همدغسې یوې میلې څخه دا ویډیو چمتو کړې.
د بلوچستان په کویټه ښار کې افغان ماشومان په ډېر کم عمر کې له خواريو ډک ژوند تیروی. اکثرو یې د ژوند د ستونزو له کبله د لوست او ښوونځي پر ځای د ډوډۍ ګټلو په خاطر خوارې مزدوري ته مخه کړې ده.
د بلوچستان په ژوب سيمه کې يو ځوان چې له ماشومتوب څخه معيوب دی، په پښو سم نشو ګرځېدلای، خو اوس د کراتې په اکاډمۍ کې له ورزش کولو سره یې روغتیا نسبتآ ښه شوې ده. د ډاکټرانو په وينا، ورزش د ډېرو ناروغيو مخه نيسي.
د نومبر له ۱۳ څخه د چمن او سپين بولدک تر منځ دروازه د پاکستان لخوا هغه وخت وتړل شوه کله چې يو ناپېژاند کس پر پاکستاني سرتېرو ډزې وکړې. د پولې له تړل کېدو وروسته زیات شمېر خلک ايثار پاته دي چې اکثر یې هغه ناروغان دي چې له افغانستان څخه د بلوچستان کوټې ښار ته د درملنې په خاطر تللي وو.
د کوټې په نرواکه ټولنه کې د میرمنو یوې ډلې يوه داسې موسسه جوړه کړې چې هلته دوی يو بل ته د خیاطۍ، سلمانۍ او سینګار په شان هنرونه ورزده کوي. د دغې موسسې د مشرې په وينا "ریښتینې خپلواکي په ښه اقتصاد کې ده. چې ښځه په اقتصادي توګه مضبوطه شي هغه به هرو مرو خپلواکه او ځواکمنه وي." سالمين خپلواک - امريکا غږ
شيان خان د کوټې اوسېدونکی دی او په یو ځایي پوهنتون کې د «فېشن او ډيزاين» محصل دی. هغه وایي چې دی په کویټې کې د سینګار لومړی هنرمند دی چې نه يواځې یې په لومړي ځل يې په کویټه کې د هالووين سینګار پیل کړی بلکې په کویټه کې يې د ښځينه او نارينه مشتریانو لپاره ګډ د سينګار کاروبار هم شروع کړی.
د کویټې په يو شمېر نانوايي دوکانونو کې کوچني افغان ماشومان د تناره په غاړې ستؤي ستومان بریښي چې دوه درې ساعته خوب کوي او نور ټوله ورځ مزدوري کوي. دا چې بیخوبي د ماشومانو په بدن او پر ټولنه څه اغېز لري د امريکا غږ د خبريال سالمين خپلواک پدې راپور کې يې کتلای شئ.
په پښتني ټولنه کې ډېر کم ليدل کېږي چې يو ماشوم دې د لوبو په ډګر کې خپلې راتلونکې جوړولو ته پریښول شي. ذيشان ښوون، د بلوچستان د ژوب سيمې هغه ماشوم دی چې د کورنۍ په ملاتړ د کرکټ مسلکي زده کړې کوي تر څو یو مسلکي لوبغاړی شي. ویدیو: سالمین خپلواک - امریکاغږ
طبي کارپوهان او دیني مشران وایي په نالوستي ټولنه کې د تعويزونو رواج ځکه ډیر وي چې هلته خلک له ديني او عصري علومو څخه لیرې وي. دوي زیاتوي چې ۹۹ سلنه د تعويزونو کاروبار جعلي دی او زیات شمیر تعویز لیکونکي نه دیني زده کړه لري او نه هم لیک لوست سره په سمه توګه اشنا وي. سالمين خپلواک- امریکاغږ
غلام نبي په کویټه کې اوسیږي او له تیرو شلو کلونو راهیسې په تیږو کې د حکاکۍ کاروبار کوي. هغه وایي دغه هنر یې په ایران کې زده کړی او اوس له دغې لارې کور ته نفقه هم ګټي او فارسي خطاطۍ ژوندي ساتلو لپاره زیار باسي. سالمین خپلواک - امریکاغږ
د بلوچستان په کوټه ښار کې ځوانان وايي، د تفریح او ساعتېرۍ لپاره سالمې بوختیاوې او یا هم پارکونه نه لري. له همدې امله ځوانان له کار او مزورۍ وروسته کرۍ ورځ په موبايل کې په بيلابېلو بازيو تېروي چې یو یې هم د لوډو لوبه ده. سالمين خپلواک له یوه ځوان سره غږیدلی.
سيد خان د لورلايي سيمې اوسېدونکی دی چې له تېرو څلوېښتو کلونو څخه د چاپېریال ساتنې په برخه کې فعالیت کوي. نوموړي چاپېريال ساتنه د خپل ژوند طرز ګرځولې او وایي چې په غرونو کې تخمونه پاشل او د اوبو زيرمه کولو لپاره بندونه جوړول يې ساعتیری او ورزش دی. سالمين خپلواک- امریکاغږ
«دوه سپېڅلي دوه وياړلي» تر عنوان لاندې په ژوب ښار کې خراسان ادبي کاروان د یوې ستاينغونډې تابيا نيولې وه چې پکې یې د ژوب د دوو نوموتو ليکوالانو او شاعرانو برملا خان برمول او ملک عبدالسلام کاکړ د کار او زيار ستاينه وکړه. د غونډې په پای کې د "خټک کهتک کلاسيکي پښتو نڅا" نندارې ته هم وړاندې شوه.
له نن څخه شاوخوا سل کاله پخوا د کویټې لمردار غره په لمن کې میشت افغان هزاره ګان نن هم په خپل افغاني دود او کلتور کې ژوند کوي. دغه افغانان د ژوند له کارونو وروسته د روغتيا او سات تېري په خاطر د نورو ورزشونو ترڅنګ د «سنګ ګيرک» لرغونې لوبې کوي. سالمين خپلواک د دغې لوبې له ګډونوالو سره غږیدلی.
د کوټې په جناح سړک کې به پخوا د کتابونو پلورنځي او رستورانونه وو چې په علمي، ادبي او سياسي مجلسونو به رنګين وو. خو اوس په تېره يوه لسيسزه کې دغه د ادب او سياست د مجلسونو ځايونه د بوټانو او خوراکي توکيو په پلورنځيو بدل شوي. سالمین خپلواک د سیمې دوکاندارانو سره غږیدلی.
په کوټه کې ځوان کهول ترمنځ د موسيقۍ مینوال ورځ تر بلې په ډیریدو دي. بیلابیل خلک د موسيقۍ ډګر کې د ځان لپاره نوم جوړولو هڅه کې دي چې یو یې هم رکشه چلوونکی آصف خان دی. هغه کرۍ ورځ او اونۍ له خوارۍ مزدورۍ وروسته سندرې زمزمه کوي. وایي هوډ لري چې موسيقي زده کړي او کوټه کې د پښتو موسيقۍ خپله ډله جوړ کړي.
افغان کډوالو له کډوالۍ سره بيلابيل خوراکونه هم له ځان سره نورو هيوادونو ته کډه کړل. دغو خوراکونو کې یو هم افغاني کباب دي چې د تیارولو طریقه یې ډیره ساده اما خوند یې د مشتریانو له قوله بې جوړې دی. کوټه کې د افغاني کبابو یو هټیوال هم مني چې تیارول یې ستونزمن ندي او د کار ښه زمینه کیدای شي.
د کوټې اوسیدونکی، احمد خان اندړ د زرګونو نورو پښتنو ځوانانو په څیر د بې وزلۍ له کبله ښوونځي ته له تللو بې برخې شوی. احمد وایي چې اوس غواړي د سوکوهنې په ډګر کې ځان ته شهرت وګټي او د خپلې کورنۍ نوم روښانه کړي. سالمین خپلواک - امریکاغږ
کوټې کې د افغان کډوالو له یو ښوونځي څخه فارغ شوي زده کوونکي چې اوس پخپله مسلکي ډاکټران دي خپل ښوونځي ته ستانه شوي او هلته یې د سلګونو غریبو افغان کډوالو وړیا درملنه کړې ده. د سیمې اوسیدونکي وایي چې دوی ته ډیر خوشحاله دي او د خپلولۍ او وطندارۍ احساس ورسره کوي. سالمین خپلواک – امریکاغږ
په پاکستان کې پښتانه سوداګر وايي چې له افغانستان څخه د تازه میوو واردولو په مهال ټولو قانوني ماليو پرې کولو وروسته هم له دوی څخه «غيرقانوني ماليه» اخيستل کېږي چې بد اغيز يې نه يواځې د پولې دواړو خواوو ته په تجارت پرېوځي بلکې د میوو په بیو هم بد اغیز لري.
نور پورته کول