سالمین خپلواک په کال ۲۰۱۴ کې د قاید اعظم پوهنتون اسلام آباد څخه په تاریخ کې ماستري کړې ده. په بلوچستان پوهنتون کې یې پښتو ژبه او ادبیات لوستي دي. د ۲۰۲۲ کال راهیسې له امریکا غږ ډیجیټل برخې سره همکاري کوي.
د کويټې په مري اباد سيمه کې د ځوانانو د رواني روغتيا او ورورلۍ په موخه د ښځو، سړو او ماشومانو لپاره د ځغاستې ځانګړې سيالۍ ترتيب شوي. د تنظیموونکو په وينا د ناامنۍ له کبله د بيلابېلو ژبو او توکمونو خلکو ترمنځ رامنځته شوی بيلتون د داسې فعاليتونو له لارې له منځه تلاای شي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې په مالي مرستې سره په کويټه کې افغان مېرمنو ته د غالۍ جوړولو د هنر زده کړې ورکول کېږي. يو شمېر افغانې کډوالې چې پدې مرکز کې یې زده کړې کړي خوشحاله دي ددې هنر په زده کولو سره کولای شي خپلو کورنیو ته عاید وګټي.
د اکتوبر میاشت د 'تیو سرطان' د پوهاوي د رامنځته کولو په موخه په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي. پدې موخه د کويټې په "آریا انسټیټیوټ اف مېډیکل ساینسز" کې د 'تیو سرطان' پر موضوع یو سیمینار جوړ شوې و چې ګډونوالو ته ددغه سرطان د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وشوې او د وختي تشخیص پر اهمیت ټینګار وشو.
د کويټې ایالتي شورا ودانۍ مخې ته د یو شمېر پښتون ملتپاله ګوندونو ګډه احتجاجي غونډه وشوه چې پکې ویناوالو د پښتون قامي جرګې او د چمن پرلت غوښتنې جایزې بللي او له حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې دا غوښتنې ومني. بشپړ حال د سالمین خپلواک پدې راپور کې کتلای شئ.
د بلوچستان په پښتون میشته سیمو کې ځوانان ګیلهمن دي چې د سپورټ به برخه کې د حکومت د نه پاملرنې له کبله دوی د سپورټ له ګټو ورځ تر بلې بې برخې کېږي. دا راز د ایالتي شورا غړي هم مني چې حکومت د سپورټ په برخه کې ځوانانو ته ډېره پاملرنه نه کوي.
د بلوچستان په لیرې پرتو سیمو کې یو شمېر ښوونکي د خپلو دندو په اړه اندېښمن دي. هغوی وایي چې د قراردادونو د مودې پای یې ناڅرګنده ده او دې موضوع هغوی د اندېښنو سره مخامخ کړي دي.
خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په کوربه توب د قامي جرګې ښځینه ګډونوالو هم خپلې غوښتنې د جرګې له مشرانو سره شریکې کړې. یو له غوښتنو څخه یې په بدیو کې د نجونو ودول و چې جرګې هم ورته مثبت ځواب ویلی او دغه موضوع یې په خپل پریکړه لیک کې ځای کړه. سالمین خپلواک پرې راپور چمتو کړی.
د بلوچستان په مسلم باغ سیمه کې د افغان کډوالو په ملګګۍ کمپ کې میشت کډوال وایي، له څو کلونو راهیسې په کمپ کې د روغتیايي خدماتو نشتون له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د دوی په خبره، د کمپ یوازینی روغتون چې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو لپاره جوړ شوی و، له کلونو راهیسې تړل شوی دی.
د بلوچستان مسلم باغ سیمې په ملګګي کمپ کې میشت افغان کډوال ځوانان وایي د ستنېدو له وېرې په لوی زړه کاروبار نشي کولای چې له کبله یې ګټه هم کمه شوې ده. دوی زیاتوي چې د افغان تابعیت کارتونو موده هم لنډوي چې له امله یې هغوی د چارواکو لخوا ځورول کېږي.سالمین خپلواک - امریکا غږ
د بلوچستان په لورلایي پوهنتون کې د محصلینو او استادانو ترمنځ د رواني روغتیا په اړه پوهاوي رامنځته کولو په موخه سمینار جوړ شوی. د سیمینار ګډون کوونکي وایي چې یاده سیمه کې شاوخوا ۸۵ سلنه نفوس له رواني رنځ څخه کړیږي.
د کویټې په بلوچستان پوهنتون کې د پاکستان د ژبپوهنې اتحادیې تر څارنې لاندې درې ورځنی نړیوال کنفرانس ترسره شو چې پکې ګډونوالو په پاکستان کې د پښتو ژبې پر راتلونکي اندېښنې وښودلي. نور جزیات د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک په راپور کې کتلای شئ.
د بلوچستان د مسلم باغ په ملګګۍ افغان کمپ کې، میشت ځوانان شکایت کوي چې ځايي حکومت ورته هېڅ ډول سپورټي اسانتیاوې نه دي برابرې کړې. دوی وايي، چې په دغه کمپ کې د سپورټي اسانتیاوو له نشتوالي سربېره، د لوبو لپاره ځانګړی ځای هم نه لري.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې میشت ډېری افغان کډوال وایي چې څه باندې څلور لسیزې د کډوالۍ ژوند کولو سره سره، لا هم د هویت او تابعیت له جدي ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا، نه په خپل پلرني ټاټوبي افغانستان کې د یو افغان په توګه پېژندل کېږي او نه په کوربه هیواد پاکستان کې د تابعیت حق لري.
د کوزې پښتونخوا د ژوب په سیمه کې د ادریس مفتون په نوم یو مخکښ ځوان په خپل شخصي لګښت د سیمې ځوانانو ته د مطالعې او زدهکړو د زمینې د برابرولو په موخه یو کتابتون پرانیستې دی. د سیمې ځوانانو د یاد کتابتون د پرانیستلو هرکلی کړی او هغه یې د مطالعې او سیاسي شعور د لوړولو په لور یو مهم ګام بللی دی.
د بلوچستان په پښتون میشته سیمو کې ځوانان وایي چې د برېښنا پرچاوی او کمښت یې د سیمې اقتصاد اغېزمن کړی. دوی زیاتوي چې د برېښنا د کمښت له امله نه یوازې ګڼې صنعتي او کوچني کاروبارونه اغیزمن شوي دي، بلکې ځوانان له کاري فرصتونو څخه هم بې برخې پاتې شوي دي.
د هند مشهور مذهبي عالم ډاکټر ذاکر نایک په اکتوبر کې پاکستان ته د تګ اعلان کړی. د هغه د سفر د اعلان پر وړاندې د کوزې پښتونخوا ډېرو ځوانانو پداسې حال کې اندېښنې څرګندې کړي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون د اکتوبر پر ۱۱مه په خیبر سیمه کې د قامي عدالت په نامه یوه پراخه جرګه راغوښتې.
د هرات د ښځینه زندان د نادرکه شوې رئیسې، عالیه عزیزي کورنۍ وایي چې اوسمهال د بلوچستان په کویټه ښار کې له کړاوونو ډک ژوند تېروي. مېرمن عزیزي د پخواني افغان حکومت سره د پولیسو افسره وه او له ۲۰۱۹ کال څخه یې په هرات کې د ښځو د زندان مشري کوله.
د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې ځوانان وایي چې د ټکنالوژۍ او په ځانګړې توګه د ټولنیزو رسنیو له راتګ سره یو نوی مسلک رامنځته شوی، چې دوی یې ولسي ژورنالیزم بولي. د دوی په وینا، ولسي ژورنالیزم د اصلاحاتو غوښتلو او پر حکومت د فشار اچولو یوه اغېزمنه وسیله ده.
د ژوب په ښرن لالا زی مندوخېل کلي کې ځوانان وایي چې د بېکارۍ په دې بد وضعیت کې د دوی د ګټې وټې یوه لویه ذریعه په غرونو کې د غمیو راکښل دي. د امریکا غږ خبریال، سالمین خپلواک، پدغه رپوټ کې د دغو ځوانانو لخوا په غرونو او رغونو کې د غمیو د لټون دغه ستونزمن بهیر انځور کړی دی.
په ژوب کې د "عوامي نېشنل ګوند" تر نظارت لاندې په باچا خان ښوونځي کې یو شمېر هغو ماشومانو ته، چې د بې وزلۍ له امله له زده کړو بې برخې وو، د وړیا زده کړې زمینه برابرې شوې ده. د امریکا غږ خبربال سالمین خپلواک یې په اړه راپور لري.
نور پورته کول