سالمین خپلواک په کال ۲۰۱۴ کې د قاید اعظم پوهنتون اسلام آباد څخه په تاریخ کې ماستري کړې ده. په بلوچستان پوهنتون کې یې پښتو ژبه او ادبیات لوستي دي. د ۲۰۲۲ کال راهیسې له امریکا غږ ډیجیټل برخې سره همکاري کوي.
د بلوچستان د لورلایي په "ژړ کارېز کمپ" کې افغان کډوال د خپلو نجونو راتلونکي ته اندېښمن دي. دوی وایي چې په کمپ کې د نجونو لپاره د ځانګړي ښوونځي او لیسې د نشوالي له کبله یې نجونې له زده کړو بې برخې پاتې دي. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک له یاد کمپ څخه دغه رپوټ را لیږلې دی.
په کویټه کې میشت نوید ارین له شاوخوا دو لسیزو راهیسې له اردو ژبې څخه پښتو ته د ماشومانو لپاره د کیسو تر څنګ د فلسفې او تاریخ په برخه کې کتابونه ژباړي. هغه ولې د کتابونو ژباړې ته ملا تړلې؟ د سالمین خپلواک پدې راپور کې یې جزیات کتلای شئ.
د بلوچستان د لورلایي په بوري سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر نظارت لاندې د افغانستان د ملي بیرغ ورځ نمانځل شوې چې په کې د ځایي اوسیدونکو ترڅنګ افغان کډوالو هم ګډون کړی. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک پرې راپور چمتو کړی.
د کوټې اوسیدونکی سمیع "سارنګ" وایي هغه د دې سیمې "لومړی پښتون" هنرمند دی چې په دواړو، د جنوبي هند او "باليووډ" په مشهورو سینماو کې یې د هنرمند په توګه کار کړی. پدغه ویډیو کې چې د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک را لیږلې، له نوموړي سره ددغه هنري سفر په اړه خبرې شوې دي.
د بلوچستان په پښتون میشته سیمه "سنځاوۍ" کې یو شمېر ملتپاله ځوانانو د "هنر ادبي کور" په نوم یو روزنیز مرکز پرانیستی دی. په دغه مرکز کې د لیک او لوست مينه وال کولای شي چې په وړيا توګه د پښتو ادبیاتو او لېکدود ترڅنګ یو شمېر نورو هنرونو هم زده کړي.
د پښتو ژبې د کتابونو د لوست او مطالعې د ترویج په موخه د بلوچستان د سنځاوۍ د لیري پرتې سیمې یو اوسیدونکي په خپل کور کې د ځوانانو لپاره یو کتابتون پرانیستی دی. په دغه ویډیو کې چې سالمین خپلواک را لیږلې، د سنځاوۍ سیمې ددغه ځوان د کتابتون چارې انځور شوي دي.
د چمن د لغړي اتحادیې مشر، غوث الله او د چمن یو شمېر ځایي اوسیدونکو امریکا غږ ته ویلي، چې پر ډیورنډ کرښه د افغانستان د تذکرې او د پاکستاني شناختې کارت پر مټ د چمن او سپین بولدک د ولسونو تګ راتګ پیل شوی دی.
د لورلایي پوهنتون ۲۰ کلن محصل، آصف خان وایي د پوهنتون د فیس او نورو لګښتونو برابرولو لپاره خیاطي کوي. دی د پښتونخوا له ځوانانو غوښتنه کوي چې هیڅکله خپل همت له لاسه ورنه کړي او د هر ډول ستونزو باوجود خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي. سالمین خپلواک پرې لنډ راپور چمتو کړی.
د کویټې بلېلي مهترزي کلي یو شمېر نجونه څنګلوري کلي ته د زده کړو په خاطر هره ورځ شاوخوا لس کلومیټره په پښو تګ راتګ کوي. د امریکا غږ خبریال، سالمین خپلواک د دغو نجونو له زده کړو سره پر لېوالتیا او په خپل کلي کې یې د ښوونځي د وضعیت په اړه راپور چمتو کړی.
د کویټې اوسېدونکی نورمحمد په سترګو نابینا دی، خو په کلک هوډ سره یې ځانته د کاروبار زمینه برابره کړې ده. نوموړی د ګرځنده ټیلیفونونو(موبایلونو) د پیر او پلور کاروبار کوي او له دې لارې خپلې کورنۍ ته نفقه برابروي.
د بلوچستان د پښتون میشته سمې زیارت اوسېدونکی رضوان الله وایي چې پلار یې څو کلونه وړاندې په یوه ونه کې د ۲۲ مېوو پیوندکاري کړې چې دا مهال له هماغې یوې ونې څخه ۲۲ ډوله مېوه ترلاسه کوي. په دغه ویډیو کې چې د امریکاغږ خبریال، سالمین خپلواک رالیږلي، ددغه ونې میوې او د پاللو لارې چارې انځور شوی دی.
طاهر رښتین په بلوچستان کې یو له هغو محصلینو څخه دی چې د پښتو ژبې او ادب په څانګه کې یې لوړې زده کړې دي، خو د لوړو زده کړو سره سره نوموړی وايې، چې د خپلې کورنۍ د نفقې د برابرولو لپاره مزدورۍ ته اړ شوی دی
د بلوچستان د لورلایي اوسېدونکي جهانګیر کوچي، چې په متحدو ایالتونو کې یې د فزیک انرژۍ په برخه کې لوړې زده کړې، وايي چې د بريښنايي توکو د ترمیم د یو ورکشاپ له لارې د لورلايي اوسیدونکو ته خدمات وړاندی کوي.
په کویټه کې د ««انجمن فرهنګي، اجتماعي اوماغ نو» تر نظارت لاندې د هزاره ځوانانو لخوا د کتابونو او هزارګي کلتور فستیوال تابیا نیول شوې چې موخه یې د سیمې ځوانان د کتابونو او هزارګي کلتور په ارزښت خبرول وو.
په «کويټه پریس کلب» کې د غیر دولتي ادارې “Forum for Dignity Initiatives” تر نظارت لاندې کنفرانس ترسره شو چې پکې د ښځو، نرښځیو او ماشومانو پر ژوند د اقلیمي بدلون پر اغیزو بحث وشو. سالمین خپلواک پرې لنډه ویډیو چمتو کړې.
په کویټې کې د آش پلورنکي وایي چې آش په کویټه کې خورا مینوال لري. دوی زیاتوي چې ډیر افغانان سهار وخت ناشته په آش خوړلو سره کوي. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک له کویټې څخه پر آش ویډیو رالېږلې.
د بلوچستان په کویټه کې د ځمکو د خرڅلاو یو شمېر سوداګر وایي چې د ۲۰۲۳ د نومبر له لومړۍ نېټې راپدېخوا خپل پلرني ټاټوبي افغانستان ته د ګڼ شمېر افغان کډوالو د ستنېدو وروسته د دوی کار و بار په ټپه درېدلی. نور حال د امریکا غږ د خبریال سالمین خپلواک په راپور کې:
په کویټه کې میشت افغان کډوال احمد نسیم پدې وروستیو کې د بلوچستان په پوهنتون کې لوړې زده کړې پای ته رسولي. خو هغه ګیلمن دی چې د لوړو زده کړو ترلاسه کولو سره سره افغان کډوال په پاکستان کې سختو مزدوریو ته اړ کیږي. سالمین خپلواک ورسره خبرې کړي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د بلوچستان په پښتون میشته سیمو کې خورا مینوال لري. له دغو مینوالو څخه ځینو د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک ته ویلي چې د ۲۰ اوریز نړیوال جام په نیمي پایلوبې کې د ماتې خوړولو برسېره هغوی د افغانستان د ملي لوبډلې ملاتړ کوي او پر بریاوو یې ویاړي.
د کویټې «بوایز سکاوټس» په تالار کې د جون پر ۲۸مه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې په مالي مرستې سره د «دانش موسسې» تر نظارت لاندې د کډوالو نړیواله ورځ ونمانځل شوه. په یاده نمانځغونډه کې ډیرو افغان کډوالو د کډوالو پر بد وضعیت خبرې وکړې. نور حال د سالمین خپلواک په راپور کې؛
نور پورته کول