سمیع الله جلالزي د ٢٠٠۴ نه تر اوسه د ژورنالست په توگه د مختلفو افغان رسنیو سره کار کړی دی. جلالزي په ٢٠١٨ کې د امریکا غږ سره د خبریال په توگه دنده پیل کړې ده.
نقیب همت د افغانستان د هوايي ځواکونو په لیکو کې په فاریاب او بدخشان ولایتونو کې قوماندان و، خو اوس د امریکا په مریلنډ ایالت کې د موټرونو د ترمیم ورکشاپ لري.
د طالبانو د پوهنې وزارت تازه ویلي چې تر شپږم ټولګي پورې په ښوونیز نصاب کې یې بدلونونه رامنځ ته کړي او هغه موضوعات یې ورڅخه لیري کړي چې د دوی په وینا، له شریعت او افغاني دود سره یې ټکر درلود.
د افغانستان کرکټ بورډ د چهار شنبې په ورځ فبروري ۱۵ (سلواغې ۲۶) د متحده عربي اماراتو د کرکټ د ملي لوبډلي په وړاندې لوبو لپاره افغان لوبډله غوره کړه.
د فرانسې د فوټبال ملي ټیم د چهار شنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیدنۍ ۲۳) د قطر د ۲۰۲۲ کال په نړیوال جام کې مراکش ته دوه د صفر په پایلې سره ماته ورکړه او ددغه جام فاینل ته یې لار پیدا کړه.
د ارجنټاین د فوټبال ملي ټیم وکړای شول چې د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۱۳ (لیندۍ ۲۲) په یوې په زړه پورې لوبه کې د کورشیا لوبډلې ته درې د صفر په وړاندې ماته ورکړي او د قطر د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام فاینل ته لار پیدا کړي.
د هالنډ د فوټبال ملي لوبدلي د شنبې په ورځ ډسمبر دریمه (لیندۍ ۱۲) په قطر کې د فوتبال د نړیوال جام سیالیو په یو پر شپاړسم پړاو کې د متحدو ایالتونو لوبډلې ته درې د یو په مقابل کې ماته ورکړه.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د لومړي ځل لپاره نن شنبه ډسمبر دریمه (لیندۍ ۱۲) له افغانستان څخه بهر ته سفر وکړ.
د امریکا متحدو ایالتونو د فوټبال ملي ټیم د نومبر ۲۹ (لیندۍ اتمه) د قطر د ۲۰۲۲ کال د فوټبال په نړیوال جام کې د ایران د فوټبال ملي لوبدلي ته یو د صفر په وړاندې ماته ورکړه.
د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت نن شنبه د اکتوبر ۱۵ (تلې ۲۳) په یوې انلاین غونډه کې د موجودیت اعلان وکړ.
په روانه اونۍ کې په قطر کې د امریکايي استازو او طالبانو تر منځ د مخامخ لیدنو کتنو وروسته، سیاسي شنونکي وايي د دواړو خواوو تر منځ اړیکې به له اوسني حالت څخه ډېر بدلون و نه مومي.
د راپورونو له مخې نن سې شنبه نومبر ۳۰ (لېندۍ ۹) د کابل ښار دریمې امنیتي حوزې اړوند دارالامان پر سړک د چسپکي ماین چاودنه شوې ده.
په داسې حال کې چې لا هم په کابل کې ښار د وسله والو غلاو او نورو جنايي جرمونو په اړه له خلکو سره اندېښنې سته، د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، په تیره یوه اونۍ کې په کابل ښار او ولسوالیو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۹۱ تنه نیولي دي.
د افغانستان د هوایي پوځ یو شمیر پخواني غړي ادعا کوي چې هغوی په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسیدو سره له جدي ګواښونو سره مخ دي.
د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره "اترا" وايي چې په هیواد کې د تاوتریخوالي د کمیدو له پیل څخه تر اوسه پورې ۷۰۰ مخابراتي سایټونه بیا فعال شوي دي.
د امریکا د کانګرس د استازو د مجلس یو شمیر غړي د افغانستان د سولې په راتلونکو خبرو کې د افغان میرمنو په ګډون ټینګار کوي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د مونیخ د امنیتي کنفرانس په څنډه کې د شنبې په ورځ (فبروري ۱۷) د امریکا د جمهور رئیس له مرستیال مایک پنس سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې.
معتبرو امریکايي ورځپاڼو او نړیوالو خبري آژانسونو د ډسمبر په ۲۰ نیټه له افغانستان څخه د شاوخوا اوه زره امریکايي سرتیرو د وتلو په اړه د امریکا د حکومت د پریکړې خبر ورکړ.
نور پورته کول