سید زیارمل هاشمي په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان سیمیزو رسنیو سره کار پیل کړ او د ۲۰۱۸ د مې میاشتې نه یې د امریکا غږ پښتو او دري څانګو سره د خبریال او پروډیوسر په صفت کار پیل کړی. هاشمي د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی لوستلی.
د کابل د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي سږ کال په کابل ښار کې تر هر بل وخت په پرتله په ډېره کچه سکاره سوځول شوي دي.
له انساني ژوند سره د ټیکنالوژۍ په ګدې شوې زمانې کې نن سبا چې د هر چا وسه ورسیږي، له ځان سره ځیرک یا سمارت فون ګرځوي.
غرختنې سره د افغان ځوانانو مینه ورځ تر بلې په ډېرېدو ده او دغه ورزش ته د یوه مثبت فعالیت په سترګه کتل کیږي.
دغه نندارتون کې ګن داسې خدمات د خصوصي او دولتي بنسټونو له خوا خلکو ته وروپېژندل شول چې د نغدو پیسو د ورکړې ځای نیسي. دغه نندارتون کې له ۵۰ ډېر دولتي او خصوصي شرکتونو برخه اخیستلې وه او تر درې ورځو به د لیدونکو پر مخ خلاص وي.
په کابل کې په ایچ ای وي ایډز اخته یو ناروغ چې د خپل نوم له اخیستلو ډډه کوي وايي، چې د خپل تشي د عملیاتو لپاره دولتي روغتون ته تللی وو خو روغتون کې یې درملنه نده شوې.
پادشاه بخشي افغان ځوان نظامي دی چې څېره او سټایل یې ارنسټو چه ګوارا ته ورته دي. هغه وايي چې په ښار او بازار کې یې خلک ځان ته جلب کړي او ده سره عکسونه اخلي.
د کابل ښار په زړه کې د شېر دروازې غره پر سر غزېدلی تاریخي اثر چې د کابل زوړ دېوال په نامه یادیږي د نړېدو په حال کې دی.
د افغانستان د معلولینو د کرکټ ۱۶ کسیزه لوبډله نن شنبه (د ډسمبر ۸مه) د هند ممبی ښار ته ولاړه.
کابل کې د میوند د پهلوانۍ کلپ چې څو میاشتې مخکې پرې حمله شوې وه خپل فعالیت بېرته پیل کړی دی. د دې کلپ روزونکی چې په یاد برېد کې ېې لاس پرې شوی دی وايي چې داسې حملې نشي کولی سپورت ته د ځوانانو تلوسه له منځه یوسي.
بنفشه یعقوبي هغه افغانه معلوله ده چې نشي کولی څه وګوري خو د یوه عادي شخص په توګه د ځیرک ټیلیفون نه کار اخلي. هغه وايي نابینا معلولینو ته د نوې ټکنالوژۍ کارول شونې ده. مېرمن یعقوبي چې د ماسټرۍ دوه سنده لري د افغانستان په لویې څارنوالۍ کې کار کوي او د افغان معلولینو نه غواړي چې پر ځان بسیا شي.
محمد ادریس عزیزي چې نهه کاله مخکې په ایران کې د مخدره توکیو د استعمال له لارې په ایچ ای وي اخته شوی امریکا غږ ته خپله کیسه کوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، له ایچ آی وي یا ایډز سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د ګډ پروګرام د اټکل له مخې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۶۹۰۰ کسان په پدې ناروغۍ اخته دي او تر اوسه ۲۷۰۰ ناروغان تشخیص او راجسټر شوي دي.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي او له اطرافو راغلي یو شمېر مسافر وايي، په دې ښار کې د رفع حاجت او اودس کولو لپاره د عامه تشنابونو کموالی یوه لویه ستونزه ده.
د کابل ښاروالۍ ځینو قراردادي کارکوونکو له امریکا غږ سره په مرکو کې وویل چې که د دوی پروژه ونه غځېږي دوی ښايي بل کار پیدا نه کړي تر څو د خپلو کورنیو خرڅ پرې برابر کړي.
د ”مرسته وکړئ او راتلونکی روښانه کړئ” په نوم یو خیره بنسټ له دغې کورنۍ سره د زده کړو د لګښت ترڅنګ ځینې نورې مرستې کوي. نور حال په ویدیو کې وګورئ
یو خیریه بنسټ په افغانستان کې د یوې مخابراتي شبکې له لارې دا زمینه برابره کړې چې عام خلک وکړای شي د افغان ځواکونو د وژل شویو سرتېرو کورنیو
په هرې ټولنې کې کڅه هم له اقتصادي پلوه شتمن وي هلته بېوزله وګړي خاماخا ژوند کوي...
د افغانستان د ملي امنت شورا ادارې یو شمېر پخواني چارواکي وايي، فاطمیون لښکر د افغانستان ملي امنیت ته یو بالقوه یا پټ ګواښ دی...
په افغانستان کې د کرکټ مینه والو د تمو سره سم د ۲۰۱۹ کال نړیوال کپ دغه هېواد ته په راروانې ډسمبر میاشتې کې لېږدول...
هر ځای ته د تګ ځانګړي اصول وي، ژوبڼ یا باغ وحش هم همداسې خپل ځانګړي اصول لري. ژوبڼ هغه ځای دی چې پکې حیوانات ...
نور پورته کول